د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: پلټنه کوو چې ایا پاکستان هندي الوتکه په F16 ویشتلې ده؟


هند ادعا کړې چې د جیش محمد پر مرکز په برید کې د دې ډلې ۴۰۰ ښودلی دی.
هند ادعا کړې چې د جیش محمد پر مرکز په برید کې د دې ډلې ۴۰۰ ښودلی دی.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت وایي پلټنه کوي چې پاکستان خو به د واشنگتن او اسلام اباد ترمنځ د شوي تړون څخه سرغړونه کړې نه وي.

د واشنگتن او اسلام اباد ترمنځ یو شرط دا دی چې پاکستان امریکایي F16 ډوله جنگي الوتکې یوازې د ترهگرۍ خلاف استعمالوی شي او د بل هیواد خلاف یې نشي استعمالوی.

پاکستان ادعا کوي چې هندي الوتکه یې د ځان د دفاع لپاره ویشتلې ده خو د امریکا د F16 ډوله الوتکې باندې یې نه ده ویشتلې.

د امریکا د سفارت یو ویاند رویترس اژانس ته ویلي چې امریکا له ټولو راپورونو خبره ده او له تړون څخه د سرغړونې تورونه ورته ډیر جدي دي.

بلخوا هند وایي له پاکستان سره د هغې هوایي حملې جزیات نه شریکوي چې تېره اوونۍ یې په پاکستان کې دېره د جیش محمد ډلې پر یوه مرکز کړې وه.

دا خبره د هند د ماليې وزیر ارون جیټلې په نوي ډیلي کې په یوه خبري کنفرانس کې کړې ده.

هغه وویل هېڅ یوه امنیتي اداره د عملیاتو جزیات له بل چا سره نه شریکوي او نوی ډیلی به هم په دې اړه چې په دغه برید کې د پاکستان دننه د سخت دریځې ډلې څومره غړي وژل شوي، له اسلام آباد سره شریک نه کړي.

هند د فبرورۍ په ۲۶مه وروسته له هغې په پاکستان کې دېره د جیش محمد ډلې یو لوی مرکز په نښه کړ چې دې ډلې د فبرورۍ په ۱۴مه په هندي کشمیر کې په یوه ځانوژونکې حمله کې له ۴۰ زیات هندي سرتېري ووژل.

هند ادعا کړې چې د جیش محمد پر مرکز په برید کې د دې ډلې یو زیات شمېر غړي وژل شوي چې ځینو یې شمېر ان ۴۰۰ ښودلی دی.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې د مارچ پر لومړۍ په ابوظبۍ کې د اسلامي هېوادونو سازمان په غونډه کې د کشمیر په اړه پرېکړه لیک د پاکستان د دریځ تایید دی.

نوموړي د مارچ پر درېیمه پر ټوېټر په بیان کې وویل، په هغه پرېکړه لیک کې د هند تر واک لاندې کشمیر کې د ترهګرۍ غندنه شوې.

قریشي د اسلامي هېوادونو سازمان غونډې ته د ځانګړې مېلمنې په توګه، د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج د وربللو مخالفت په سر، ابوظبۍ ته نه وو ورغلی.

XS
SM
MD
LG