د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاګون د سپتمبر ۱۱مې د بریدونو د قربانیانو یاد تازه کړ


د امریکا د دفاع وزارت مرستیالې کیتلین هېکس پر امریکا د سپټمبر ۱۱ د ترهګریزو بریدونو په یاد، د جمعې په ورځ ۹ سپتمبر (وږي ۱۸)، په پنټاګون کې په جوړو شویو مراسمو کې وویل چې امریکا به هغه امریکایان هیڅ کله هېر نکړي چې په دغو بریدونو کې وژل شوي دي.

۲۱ کاله مخکې په ۲۰۰۱ کال کې په همدې ورځ، د الوتکو تښتوونکو د څلورو مسافر وړونکو الوتکو کنترول ترلاسه کړ، او یوه یې د امریکا د دفاع وزارت له ودانۍ (پنټاګون) سره وجنګول شوه چې له امله یې د دفاع وزارت ۱۸۴ کارکوونکي ووژل شول.

دوې الوتکي په نیویارک ښار کې د نړیوال سوداګریز مرکز له دوو دنګو ودانیو سره وجنګېدلې او څلورمه یې د پنسلوانیا ایالت پر یوه کرونده کې راوغورځېده.

کېتلن هېکس وویل: "۲۱ کاله، څلور الوتکې، دوه دنګې ودانۍ، د ۱۲۵ سرتیرو او ملکي وګړو په ګډون ۱۸۴ پرسونل چې دلته په پنټاګون کې مړه شوي. د ۷۷ نمبر پرواز الوتکه کې ۵۹ نارینه، ښځې او ماشومان سپاره وو. نهه او یولس، دا شمیرې به د هر چا په ذهن او زړه کې د تل لپاره پاتې وي".

هغې وویل چې د سپتمبر یولسم هغه نيټه ده چې هیڅ امریکایي به یې هیر نکړي.

"د دې بریدونو د ۲۱مې کلیزې په ورځ چې اکثره خلک یې ویرجن کړل او ډیرو ته یې قوي هوډ ورکړ، راځئ چې د هغو کسانو د یاد درناوی وکړو چې موږ له لاسه ورکړي، زموږ سره یې په بیا رغولو کې مرسته کړې، او هغه خلک چې مونږ ته یې روحیه راکړې ده."

هېکس وايي د پنتاګون کیسه د یو ملت په توګه له خپلې خاورې نه د امریکایانو د دفاع ټینګ هوډ په ډاګه کوي.

هغې وویل: "مونږ د یولسم سپتمبر په اړه د خلکو انفرادي کیسې بیانوو، خو پخپله د پنتاګون، د دې ودانۍ او د دې ټولنې کیسه دانعطاف او تجدید کیسه، د بیارغونې د بهیر کیسه چې له ایرو څخه زیږیدلې، په ړنګو شویو ځایونو کې د پیاوړي بیارغونې لپاره هوډ لري، د هغه کاري ځواک کیسه چې تل خپلې دندې ته ژمن دي او د سپتمبر په ۱۲مه پنټاګون ته راستانه شول او له هغې ورځې راهیسې هره ورځ د خپل ملت د دفاع لپاره سرښیندنې کوي."

پر امریکا په دغو بریدونو کې نږدې ۳۰۰۰ کسان ووژل شول، خو دا له امریکا ۱۲ زره کیلومتره لیرې له افغانستان سره تړلې بریدونه وبلل شول او بالاخره د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر میاشتې پر اوومه، د امریکا د هغه وخت ولسمشر، جورج ډبلیو بوش پر افغانستان د پوځي عملیاتو امر وکړ.

XS
SM
MD
LG