د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسوي او بریتانوي اتباع د کېسیگ د وژنې په ویډیو کې


د فرانسې یو چارواکي ویلي دي چې یو فرانسوی تبعه هم د اسلامي دولت په هغه ډله کې شامل دی چې د پیتر کېسیک سره یو ځای د لسگونو سوري سرتیرو سرونه یې پرې کړي دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنارد کزینیو د دوشنبې په ورځ وویل چې د فرانسې استخبارات د تندلارو له خوا هغه خپره شوې ویډیو ځیړي چې وئیل شوي یو ٢٢ کلن فرانسوی د کېسک او د څو نورو سوري سرتیرو سرونه ښیي.

یو بل برتانوی تعبه احمد متانا هم د دوشنبې په ورځ د ډیلي میل ورځپانې ته ویلي چې خپل ٢٠ کلن زوې یې ناصر متانا یې چې په بریتانیې کې د طب محصل و په دغه ویډیو کې د هغو شپاړلسو جهادیانو په منځ کې لیدلی چې په یوې دښتې کې د سوريې سرتیرو په گډون د امریکایي برمته شوي، پیتر کېسگ سر پرې کوي.

سپینې ماڼې د یکشنبې په ورځ په سوریې کې د اسلامي دولت د ډلې له خوا د دریم امریکايي تعبه، پیتر کېسک سر پرې کول تائید کړ. د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما د کېسک کورنۍ سره غمشریکي وکړه او د هغه وژنه یې د یوه خالص شیطاني عمل په توگه وغندل.

ښاغلي اوباما وویل "پېټر کېسگ له موږ څخه د ېوه خالص شېطاني عمل په نتیجه کې واخیستل شو. د ا د هغې ترهگرې ډلې کار و چی نړۍ یې په رېښتونې توگه غېرانساني بولي."

د بیگناه خلکو وژل

جمهور رئیس اوباما د دې تندلارې ډلې کړنې وغندلې چې د هغه په وینا د مسلمانانو په گډون د بې گناه خلکو په وژلو باندې د خوشالۍ احساس کوي. هغه وایي دې ډلې د مرگ او تباهۍ د رامنځته کولو هوډ کړی دی.

کېسیک په کال ٢٠١٢ کې کله چې د کالج محصل و د خیریه کار په ترڅ کې د سوریې د خلکو د درد او رنځ شاهد و . هغه په کال ٢٠١٣ کې هغه مهال ونیول شو چې د سوریې خلکو سره یې بشري مرستې کولې. کېسیگ پنځم لویدیځ تبعه دی چې د اسلامي دولت د ډلې له خوا ورنه سر پرې کیږي.

دغې تندلارې سني ډلې د امریکایي خبریال جمیز فولي، سیتفن سوتلوف، برتانوی مرستندویه کارکوونکي دیوید هانیس، تکسي چلونکي الن هاینگ او د فرانسې د هوايي برخې پخواني انجنیر نه سرونه پرې کړي دي.

غمجنه کورنۍ

د پیتر کېسیگ مور او پلار، اید او پاوله کېسیگ د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي چې دخپل زوې په وژنې ډیر غمجن دي خو د هغه په بشري خدمتونو ویاړي.

د کېسیگ د کورنۍ له خوا په خپرې شوې اعلامیه کې لیکل شوي دي "هغه خپل ژوند د سوریې د خلکو سره د مېنی او دهغوي د درد اورنځ د کمولو لپاره له لاسه ورکړ. هغه د زړه د کومې هیله درلوده چې د سوریې د خلکو کړاونه پای ته ورسیږي."

کورنۍ یې په اعلامیه کې له رسنیو نه غوښتي چې د هغه د سر پرې کولو ویډیو خپره نکړي.

د پیتر کېسیگ د درناوي په موخه د یکشنبې په شپه د امریکا د اندینا په ایالت کې د یادونې مراسم تر سره شو چې پکې د هغه مور او پلار هم گډون کړی و.

د بریتانیې صدراعظم دیوید کمیرون ویلي د کېسیگ په دې ډول بیرحمانه وژنه سخت خواشېنی شوی او زیاته کړې ده چې د اسلامي دولت ډلې یو ځل بیا وښودله چې بربادي رامنځ ته کوي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو هم ویلي چې د اسلامي دولت د ډلې په وړاندې جگړه کې د امریکا ملاتړ کوي.

د روزنې او سلا مشورې ماموریت

د اسلامي دولت ډلې له خوا دا وروستۍ وژنه په داسې حال کې تر سره شوی چې د امریکا یو لوړ پوړی پوځي چارواکی عراقي او کردي چارواکو سره لیدنه کړې او امریکا د عراق په الانبار ولایت کې د عراق امنیتي ځواکونو ته سلامشورې او د روزنې ورکول پیل کړ.

د امریکا د دفاع وزیر چک هیگل
د امریکا د دفاع وزیر چک هیگل

د امریکا د دفاع وزیر چک هیگل چې په عراق کې د امریکايی پوځ په لیکو کې د کېسک خدمتونو ستایل، خبریالانو ته وویل چې هغه د ځانگړي اصولو او ارزښتونو خاوند و. له همدې امله هغه د نورو سره مرسته کولو چې په نتیجه کې یې ژوند له لاسه ورکړ. ښاغلي هیگل وویل چې امریکا اسلامي دولت ډلې ته په ماتې ورکولو کې ژمنه ده.

ښاغلي هیگل وویل "مونږ په عراق کې د څلور مرکزونو د پرانستل په درشل کې یو. دلته به مونږ د خپلو ائتلافي شریکانو سره عراقي پوځ ته سلامشورې او روزنې ورکړو او هغوي به مجهز کوو"

امریکا، د اسلامي دولت ډلې په وړاندې جگړې کې د عراق امنیتي ځواکونو ته د روزنې او سلامشورې په برخې کې هلې ځلې زیاتوي.

د امریکا جگپوړي چارواکي، مارتین دمپسی د یکشنبې په ورځ په بغداد کې د عراق مرکزي حکومت سره له کتو وروسته د اربیل ښار کې کردي چارواکو سره ملاقات وکړ. د امریکا د رند ځیړنیز مرکزنه سیاسي کارپوه ریک برینن وایي چې د هغه په باور دمپسي له ځانه سره دوه پیغامونه وړي دي.

ښاغلی برینن وایي "لومړی: امریکا، هلته هغه مرستې برابروي چې د عراق امنیتي ځواکونه ورته اړتیا لري چې وشي کړای د څو کلونو په اوږدو کې خپلې وړتیاوې لوړې کړي. زما په اند دویم پیغام دا دی چې هغه د شعیه گانو په مشرۍ حکومت کې د عراق سني اقلیت ته ونډه ورکولو باندې ټینگار کوي."

د جمهور رئیس اوباما د وروستي اعلان له مخې چې تیره میاشت یې وکړ چې ١٥٠٠ نور سرتیري به عراق ته استوي، برینن وایي حکومت بلاخره هغه اقدام وکړ چې باید څو میاشتې مخکې یې کړای وای

XS
SM
MD
LG