د لاس رسي وړ اتصالات

هېلري کلنټن او ډونالډ ټرمپ یو گام نور هم مخکې شول


هېلري کلنتن او دونالد ترمپ د سه شنبې د ورځې د گوندي ټاکنو مخکښان دي.
هېلري کلنتن او دونالد ترمپ د سه شنبې د ورځې د گوندي ټاکنو مخکښان دي.

د امریکی په پنځو ایالاتو کې د سی شنبي په ورځ د جمهوري ریاست مقدماتي انتخابات وشول.

د میسوري په ایالت کې د ډیموکراټ گوند برني سینډرز او هېلري کلنټن او د جمهوري غوښتونکي گوند ډونالډ ټرمپ او د ټیډکروز تر منځ سخته سیالي روانه وه.

هېلري کلنټن د فلوریډا، شمالي کارولینا، اوهایو او النوی ایالتونو مقدماتې انتخابات وگټل او د رپوټونو له مخې د میزوري په ایالت کې برني سینډزر مخکي ښکاري.

د جمهوري غوښتونکي گوند کاندید ډونالډ ټرمپ د فلوریډا، شمالي کارولینا، الیونی، او جان کیسک د اوهایو په ایالت کې مقدماتې گوندی وگټل.

ډوانالډ ټرمپ او هیلري کلنټن دواړو د مهم ایالت فلوریډا کې انتخابات گټلي دي چې زیات استازي لري.

د جمهوري غوښتونکي گوند د جمهوري ریاست مقام ته کاندید مارکو روبیو له هغه وروسته چې په خپل ایالت فلوریډا کې په مقدماتی انتخاباتو کې ماته وخوړه، د جمهوری ریاست د کاندیدي تیر شو.

د میسوري ایالت د انتخاباتو نتیجې لا تر اوسه نه دی اعلان شوي. په دغه ایالت کې د جمهوري غوښتونکی گوند کاندید ټیډ کروز د ډونلډ ټرمپ څخه پر مخ دی.

د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید ۱۲۳۷ استازو ته اړتیا لري چې د وروستي کاندید په توګه وټاکل شي. د دموکرات گوند کاندید بیا ۲۳۸۳ استازو ته اړتیا لري.

ډانلډ ټرمپ تر اوسه ٥٧٠ او هیلري کلنټن ١٣٦۴ استازي لري.

جمهوري غوښتونکو ګوند

ډو انلډ ټرمپ:٥٧٠

ټیډ کروز:٣٧١

مارکو روبېو : ١٦٥

جان کاسیک : ١٢٩

ډیموکراټ گوند

هلیری کلنټن :١٣٦۴

برني سنډرز: ٦٣٠

XS
SM
MD
LG