د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د ناټو په غونډې کې د ګډون او متحدینو سره د خبرو لپاره اروپا ته ځي


ټاکل شوې چې جمهور رئیس جو بایډن راتلونکې اوونۍ برتانیې، لیتوانیا او فنلنډ ته ولاړ شي.
ټاکل شوې چې جمهور رئیس جو بایډن راتلونکې اوونۍ برتانیې، لیتوانیا او فنلنډ ته ولاړ شي.

ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن راتلونکې اوونۍ دریو اروپایي هیوادونو ته په رسمي سفر روان شي.

سپینې ماڼۍ یکشنبه جولای ۲ (چنګاښ۱۱) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ښاغلي بایډن د سفر لومړی تم ځای به لندن وي او هلته به درې ورځې تیرې کړي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې جمهور رئیس به په لندن کې د پاچا چارلز او صدراعظم ریشي سوناک سره وګوري او د دواړو هیوادونو تر منځ به د نږدې همکارۍ په لا ښه قوي کېدو وغږیږي. د بریتانیا صدراعظم تیره میاشت په سپینې ماڼۍ کې د جمهور رئیس بایډن سره لیدلي وو.

دواړو مشرانو پدې ملاقات کې د "اتلانټیک په اعلامیې" د موافقې خبر ورکړ چې یو محدود اقتصادي شراکت او تمرکز یې د انرژي پر لیږد او نوې رامینځته کیدونکي تکنالوژۍ باندې دی. دوی دا مشارکت د خپلو هیوادونو د ملي امنیت لپاره خورا مهم وګاڼه.

بایډن وویل چې دا موافقه به د متحده ایالاتو او انګلستان سره مرسته وکړي چې "د چټکې بدلیدونکې نړۍ په لومړۍ لیکه کې پاتې شي."

د "اتلانټیک اعلامیې" اصلي ټکي د مهمو او نویو تکنالوژیو، اقتصادي امنیت، ډیجیټلي بدلون او پاکې انرژۍ ته د انتقال څخه د متحده ایالاتو او بریتانیا د مشرتابه تضمین دی.

تر لندن وروسته به د متحده ایالاتو جمهور رئیس د دوو ورځو لپاره لیتوانیا ته ځي چې د ناټو د غړیو هیوادونو د مشرانو په غونډې کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې چې پدې غونډې کې د ناټو د ۳۱ غړیو هیوادنو مشران د اوکراین هغو ځوابي عملیاتو په وضعیت خبرې وکړي چې د روسیې څخه ددې هیواد د جنوبي برخو بیرته نیولو لپاره پیل شویدي.

د ناټو غړيو هیوادونو چې مشري یې متحده ایالات کوي، اوکراین ته د ملیاردو ډالرو په ارزښت مهمات او وسلې ورکړي خو لا هم د روسیې په هوایي بریدونو کې ګڼ شمیر اوکرایني عام خلک پداسې حال کې وژل کیږي چې د روسیې سلګونه توغول شوي توغندي شنډ شویدي.

تر لتوانیا وروسته به بایډن د ناټو نوي غړي شوي هیواد فنلنډ ته ځي او د دې ستر نظامي تړون سره د یو ځای کیدو د نمانځلو په مراسمو کې برخه اخلي. فنلنډ د همدې روان ۲۰۲۳ میلادي کال د اپریل په میاشت کې د ناټو غړی شو.

د فنلنډ تر څنګ سویډن هم غواړي چې د نړۍ د دې تر ټولو ستر نظامي تړون سره یو ځای شي خو ترکیه او هنګري چې دواړه یې د ناټو غړي دي تر دې دمه یې پدې تړون کې د سویډن یو ځای کیدو سره موافقه نده کړې.

اروپایي هیوادونو ته تر روانیدو وړاندې ټاکل شوې چې جمهور رئیس جو بایډن د همدې راتلونکې چهارشبنې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې د سویډن د صدراعظم اولف کریسټرسن سره وګوري او د ناټو سره د یو ځای کیدو لپاره د دې هیواد په توقعاتو وغږیږي.

په اوکراین د روسیې د یرغل څخه درې میاشتې وروسته سویډن د ۲۰۲۲ کال د مې په میاشت کې د ناټو سره د یو ځای کیدو غوښتنه وکړله.

همدارنګه په پلان کې ده چې د ترکیې او سویډن جګپوړي دیپلوماتان په برسلز کې د ناټو په مقر کې د پنجشبنې په ورځ سره جرګه شي تر څو د ترکیې د اندیښنو په هکله ځوابونه وویل شي.

سره لدې چې د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان ناټو سره د فنلنډ یو ځای کیدو سره خپل مخالفت پای ته ورساوه خو هغه تیره اوونۍ یو ځل بیا سویډن وغانده چې یوې مظاهرې ته یې اجازه ورکړې وه چې د قرانکریم یوه برخه هم پکې وسوځول شوه.

XS
SM
MD
LG