د امریکا د ولسمشرانو له خوا په کانګرس کې ولس ته کلنۍ وینا د هېواد د اساسي قانون څخه سرچینه اخلي او دا دود د ملت لومړني اعلی سر قومندان، پخواني ولسمشر جورج واشنګټن، په ۱۷۹۰ کال کې په خپلې وینا سره عملي کړ.
د امریکا د اساسي قانون د دویمې مادې درېیمه فقره وایي چې ولسمشر «باید وخت پر وخت کانګرس ته د هېواد د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي او د هغو تدابیرو سپارښتنه وکړي چې ده ته اړین او مناسب ښکاري.»
دې کار د ولسمشر واشنګټن لپاره دا معنا لرله چې هر کال به یې د خپلې دندې پر مهال شفاهي وینا کوله، او دا دود د هغه ځای ناستي، جان اډمز هم تعقیب کړ.
لکه څنګه چې د کانګرس ځای بدل شو، ویناوې هم له نیویارک څخه فیلادلفیا او بالاخره په ۱۸۰۰ کال کې په واشنګټن کې د امریکا د کانګرس نوې پرانیستل شوې ودانۍ ته انتقال شوې.
د هېواد د تاریخ په اوږدو کې دا وینا کانګرس ته د ولسمشر د کلنی پیغام په نوم یادیده، او یوازې په ۱۹۴۷ کال کې په رسمي ډول «ولس ته د ولسمشر وینا » ونومول شوه.
په اوسني عصر کې د هیواد د ایالتونو د وضعیت په اړه کلنۍ وینا په ملي کچه په تلویزیون کې خپرېږي، چې پکې ولسمشر ته بلنه ورکول کېږي څو د استازو او سنا مجلسونو ګډې غونډې ته د استازو جرګې په تالار کې وینا وکړي.
په اورېدونکو کې د ولسمشر د کابینې غړي، د سترې محکمې غړي، ډیپلوماتیک استازي او بلل شوي مېلمانه هم شامل وي. د ولسمشر شاته د استازو جرګې رئیس او مرستیال ولسمشر ناست وي.
که څه هم چې ویناوې په پیل کې شفاهي وې او نن هم همداسې وړاندې کېږي، خو له سلو کلونو څخه له زیات وخت راهیسې ولسمشرانو خپل کلنی راپور کانګرس ته په لیکلي بڼه ورلېږله.
د امریکا د متحدو ایالتونو درېیم ولسمشر، توماس جیفرسن، په ۱۸۰۱ کال کې د کانګرس مشرانو ته په یوه یادښت کې تشریح کړه چې ولې یې لیکلي راپور ته مخه کړه.
جیفرسن وویل: «په دې کار کې ما د مقننه قوې اسانتیا، د هغوی د وخت سپما، د هغو موضوعاتو په اړه چې لا تر اوسه بشپړې نه وې، د سمدستي ځوابونو له ستونزې څخه د هغوی خلاصون، او له دې لارې د عامه چارو ګټې په پام کې نیولې دي.»
ولسمشر ووډرو ویلسن په ۱۹۱۳ کال کې بېرته د شفاهي وینا بڼې ته ترجیح ورکړه، او دا دود تر ډېره د ۱۹۳۴ کال راهیسې د ولسمشر فرانکلین روزوېلټ له وخته معیاري شو.
وروستی ولسمشر چې خپل کلنی پیغام یې په لیکلې بڼه کانګرس ته ولېږه، جیمي کارټر و، چې دا کار یې په ۱۹۸۱ کال کې د خپلې دورې له پای ته رسېدو څو ورځې مخکې وکړ.
د امریکا دوه مشران – جیمز ګارفیلډ او ویلیم هنري هریسن – مخکې له دې چې کلنۍ وینا وکړي، وفات شول.
په ۱۹۲۳ کال کې د ولسمشر کالوین کولیج وینا هغه لومړنۍ وینا وه چې د راډیو له لارې خپره شوه.
د ولسمشر هېري ټرومن د ۱۹۴۷ کال وینا هغه لومړنۍ وینا وه چې په تلویزیون خپره شوه، او په ۲۰۰۲ کال کې ولس ته د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش وینا په لومړي ځل د سپینې ماڼۍ په وېبپاڼه کې په مستقیمه بڼه خپره شوه.
لکه څنګه چې د خپرولو ټکنالوژي بدله شوه، د وینا وخت هم بدل شو. ولسمشر لینډن جانسن په ۱۹۶۵ کال کې دا وینا له ورځې څخه ماښام ته واړوله څو په کورونو کې ډېر خلک وکولای شي دا وینا وګوري او واوري.
بل بدلون په راتلونکي کال کې رامنځته شو، کله چې د مخالف ګوند غړو د ولسمشر د وینا په ځواب کې په تلویزیون کې د خپل ګوند په استازیتوب د خپلې وینا خپرول پیل کړه.
دا دود لا هم دوام لري او معمولاً د مقابل ګوند وینا د کانګرس غړي یا د ایالتونو والیان وړاندې کوي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشرانو له دې وینا څخه د بېلابېلو موضوعاتو د بیان لپاره کار اخیستی دی، په نولسمې پېړۍ کې د کورنۍ جګړې څخه نیولې تر نړیوالو شخړو پورې، له قانون جوړوونکو څخه د مالیاتو د کمولو یا د نوو لګښتونو د پروګرامونو د ملاتړ غوښتنې، د تېر کال لاسته راوړنې او د هېواد لپاره راتلونکې هیلې، دا ټول پکې شامل کیدای شي.
ولسمشر واشنګټن خپله لومړنۍ وینا په دې ټکو پای ته ورسوله: «زموږ د هېواد هوساینه هغه لوي ارمان دی چې زموږ پاملرنه او هڅې باید ورته متوجه وي. او زه به له تاسو سره په ګډه کار کې ستره خوښي ترلاسه کړم، په دې خوږ خو ستونزمن مأموریت کې چې خپلو هېوادوالو ته د هغو سوکالیو او برکتونو تضمین وړاندې کړو چې دوي حق لري له یوه ازاد، اغېزمن او د مساواتو پر بنسټ له حکومت څخه یې تمه ولري.»
فورم \ دبحث خونه