د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او د ګاونډیو هیوادونو اندیښنې


افغانستان او د ګاونډیو هیوادونو اندیښنې
افغانستان او د ګاونډیو هیوادونو اندیښنې

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د جمعې د ورځې په ګڼې کې لیکلي چې د افغانستان ګاونډي هیوادونه پدې باندې سوچ کوي چې د دغه هیواد نه د نړیوالو عسکرو تر وتلو وروسته به هغوي څنګه خپلې ګټې هلته وساتلی شي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د مقالې په پیل کې لیکلي دي چې د امریکا حکومت پدو تیرو څو میاشتو کې د افغانستان نه د عسکرو د شمیر د کمولو په اړه خبرې کړیدي او همدرانګه د طالبانو سره دخبرو ملاتړ یې هم کړیدی. ورځپاڼه وایي د افغانستان ګاونډي هیوادونه داسې انګیري چې ګواکې امریکا غواړي د افغانستان جګړه نوره پای ته ورسوي او په همدې خاطر هغوي خپلو هڅو ته پوره زور ورکړیدی چې په افغانستان کې خپلې اقتصادي او امنیتي ګټې څنګه وساتلی شي. د ګاونډیدو هیوادونو ګټې د امریکا د ګټو سره ممکن یو شان نه وي.

د امریکا جمهور رئیس براک اوباما تل پدې خبرې ټینګار کړیدی چې د افغانستان د ستونزې دایمي حل د ګاونډیو هیوادونو پورې تړلی دی او له بلې خوا که څه هم چې پاکستان، هند، ایران، روسیه او چین همیشه دا نعرې وهي چې هغوي په افغانستان کې ثبات او امنیت غواړي او دا غوښتنه هم لري چې د ترهګرۍ خطر دې پای ته ورسیږي خو دغه هر هیواد بیا غواړې چې افغانستان دې داسې یوه آینده ولري چې د هغوي ګټې دې پکې خوندي وي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې د افغانستان د ستونزې حل د امریکا د پالیسۍ لپاره زیاتې ستونزې پیدا کوي او دا ستونزې یوازې د افغانستان د نږدې ګاونډیو پورې انحصارې ندي. د مثال په ډول سعودي عربستان چې د افغانستان حکومتي چارواکو او د طالبانو استازو پکې د سولې خبرې کړیدي په افغانستان کې د ایران د نفوذ او قدرت په اړه زیاته اندیښنه لري. ترکې هم د ځینو دلایلو په خاطر دیته زړه ندی ښه کړی چې د ستونزې په حل کې پوره ملا وتړي.

ها خوا هندوستان هم د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو کې خپله اندیښنه څرګنده کړیده، هندوستان وایي که چیرته طالبانو ته د افغانستان په حکومت کې ونډه ورکړل شي نو پدې سره به د هند او د هغوي د ملګرې ډلې یانې د شمال پخوانۍ ټلوالې انډیوالي خرابه شي. د هند تر څنګ ایران او یو شمیر نور هیوادونه هم همدغه اندیښنه لري او د ورځپاڼې په قول دغه هیوادونه د پاکستان په خاطر د طالبانو سره په خبرو کې خپله اندیښنه جدي نیسي. دوي وایي چې پاکستان د سیاسي او قومي ملحوظاتو په خاطر د طالبانو سره مرسته کوي.

په افغانستان کې د روسیې او ایران یوه بله مشترکه ګټه دا ده چې دغه دواړه هیوادنه د ناټو نه غواړي چې د مخدره موادو د قاچاق او کرکیلې پر ضد دې کلک پوځي اقدامات وشي خو ناټو بیا د هغوي د غوښتنو برخلاف دغه ستونزه بابیزه ګڼي او وایي چې دا د افغانستان د حکومت کار دی چې ددې ستونزې مخه ونیسي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي که څه هم چې روسیه د تروریزم پر ضد د روانې جګړې ملاتړ کوي خو په عین حال کې دغه هیواد په سیمې کې د ناټو او امریکا د پوځ د پراختیا او شتون نه زیاته ویره لري. ورځپاڼه وایي دا هغه سیمه ده چې د 1980 په لسیزه کې یې روسیې د نیولو لپاره بډې وهلې وې خو وسه یې ونه رسیده.

ورځپاڼې په پای کې لیکلي دي چې د چین ګټه په افغانستان کې پوځي او اقتصادي ده. دغه هیواد د هندوستان او روسیې سره د اقتصادي سیالۍ په خاطر د پاکستان سره لاس یو کړیدی او همدارنګه په افغانستان کې په پراختیایي پروژو کې زیاتې پیسې لګوي.

د سیاسي سیالیو تر څنګ ځیني حکومتونه د اقتصادي ګټو په خاطر هم د افغانستان په مسالې کې لاس وهنه کوي. افغانستان د کانونو له پلوه دومره غني دي چې ارزښت یې میلیاردونو ډالرو ته رسیږي او تر اوسه چا لاس ندی وروړی. او همدارنګه یو شمیر هیوادونه د افغانستان له لارې د ګاز او تیلو د پایپونو د تیرولو د حق درلودلو په خاطر هم جګړه کوي.

XS
SM
MD
LG