د لاس رسي وړ اتصالات

د آمریکا او پاکستان اړیکې په بحراني حالت کې دي


د آمریکا او پاکستان اړیکې په بحراني حالت کې دي
د آمریکا او پاکستان اړیکې په بحراني حالت کې دي

د بریتانیا د ګارډین ورځپاڼه خپل د اپریل د ۱۲ مې نېټې په ګڼه کې لیکي چې د آمریکا او پاکستان اړیکې د یو غټ بحران سره مخامخ دي.

ورځپاڼه د پاکستان د سیاستمدرانو، د پوځ د چارواکو او استخباراتو د مسولینو له قوله لیکي چې د سي آی آی د اجنټانو فعالیتونه، په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو حملې، په افغانستان کې د سولې په خبرو کې د پرمختګ نښتوالي او په سیمه کې د خارجي قواوو دحضور سره د اسلامي ګوندونه مخالفت د آمریکا او پاکستان اړیکې د سپټمبر د ۱۱ مې نېټې راهیسي د تر ټولو غټ بحران سره مخامخ کړي دي.

ورځپاڼه لیکي چې د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې پاکستان ته آمریکا او بریتانیا د یوه مهم او اړین ملګري په سترګه ګوري. په عین حال کې د پاکستان حکومت هم دا ادعا کوي چې د افغانستان د منازعې لس کاله وروسته اوس هم پاکستان د یوه متعهد په توګه باقي پاته دی.

خو ورځپاڼه لیکي چې سپینې ماڼۍ خپل په ورستي ریپوټ کې د تروریزم پر خلاف د پاکستان پر هلو ځلو باندي نیوکه کړې ده چې دې کار د دواړو ملکونو اړیکې یوه حساس پړاو ته وړي دي.

ورځپاڼه د پاکستان د باندنیو چارو د وزیر سلمان بشیر له قوله لیکي چې وايي مونږ ته په کار ده چې د امریکا سره خپل د اړیکو پر اساساتو باندي د سره غور وکړو ترڅو په چارو کې لا زیاته روښنتیا رامنځ ته سي. په دغو اړیکو کې کوم ځای خنډ راغلی دی او مونږ یې باید د سره پیل کړو.

په عین حال کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمن ملک وايي چې آمریکا باید په افغانستان کې د خپلو ستونزو پړه پر نورو وروانچوي چیري چې تاوتریخوالی لا زیات شوی دی او د سولې بهیر سوکه دی. ورځپاڼه د ملک له قوله لیکي چې وايي که چیري تګلاره غلطه وي نو باید ټولې دخیلې خواووې خپل مسولیت په کښي ومني.

رحمن زیاتوي چې د هغه وخت نه چې جګړه پیل شوې ده پاکستان تر ټولو نورو دخیلو خواوو زیات زیان ځغملیْ دیْ. مونږ نه یواځي د پاکستان دپاره جګړه کوو بلکې د ټولې نړۍ دپاره جګړه کوو. که چیري پاکستان بې ثباته شي نو ټوله سیمه به بې ثباته شي. نو لطفا دا د ملامتۍ لوبې پرېږدیْ. مونږ ستاسو ملګري یو. مونږ قربانیان یو مونږ ترهګر نه یو.

ورځپاڼه لیکي چې د پاکستان او آمریکا په اړیکو کې دا خبره په یوه حساس وخت کې رابرسیره شوه ځکه افغانان د جولای د میاشتې د پیل نه د خپلو امنیتي چارو د مسولیت قبولول پیلوي او ددغه ملک نه د خارجي قواوو وتل هم په همدغه میاشت کې پیلېږي.

ورځپاڼه لیکي چې د آمریکا او پاکستان اړیکې د څو اړخونه نه د بحران سره مخامخ دي.

یوه مسله د بې پیلوټه الوتکو مسله ده چې آمریکا یې د افغانستان سره سرحد ته نږدې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د القاعدې او طالبانو د مشرانو پر ضد ترسره کوي. دغو حملو په پاکستان کې د آمریکا پر خلاف مخالفتونه راپارولي دي

ورځپاڼه د پاکستان د رسمي چارواکو له قوله لیکي چې وايي که چیري دغه حملې ادامه وموندي نو به اوږمهاله کې به د ترهګرۍ پرضد د جګړې پر ځای بلل یو ګران کار وي ځکه خلګ به د مخالفینو سره یو ځای شي او امنیتي ماموریت به لا ستونزمن کړي.

ورځپاڼه د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر له قوله لیکي چې وايي آمریکا باید یوه ښه تګلاره جوړه کړي او د ډرون ټیکنالوژي مونږ ته راکړي. رحمن ملک زیاتوي چې په سیمه کې د آمریکا پرضد افکار مخ پر زیاتیدو دي او په کار ده چې د آمریکا د خوا د بې پیلوټه الوتکو حملې ودرېږي.

ورځپاڼه لیکي چې بله موضوع چې د آمریکا او پاکستان اړیکې یې تر پوښتنې لاندي راوستلې دي په پاکستان کې د آمریکا د استخباراتي اجنټانو د فعالیت مسله ده.

ورځپاڼه لیکي چې د سي آی ای د فعالیتونو په باب اندېښنې سږ کال هغه مهال راپورته شوې کله چې پاکستاني امنیتي چارواکو د سي آی ای یو قراردادي ریمونډ ډیویس د قتل په تور ونیوه. ډیوس د ۴۷ ورځو دپاره په بند کې پاته شو او ځیني بیلابیل تحقیقات وشول خو په پای کې د ۲،۳ میلیونو ډالرو خون بها په مقابل کې آزاده شو .

ورځپاڼه لیکي چې بله مهمه موضوع په افغانستان کې د سولې د مذاکراتو بهیر دی چې سوکه روان دی او په کښي د پام وړ پرمختګ نه دی شوی. د پاکستان د باندنیو چارو وزیر وايي چې دا کار یواځي افغانستان ته باید پرې نه ښودل شي. هغه دغه راز د آمریکا جديتوب چې غواړي د طالبانو د مشرتابه سره مستقیمې خبري وکړي تر پوښتنې لاندي راووست او ګیله یې وکړه چې په دې بهیر کې پاکستان په تیاره کې ساتل شوی دی.

د بلي خوا د پاکستان د ابزرور ورځپاڼه خپل د اپریل د ۱۴ مې نټې په ګڼه کې لیکي چې په افغانستان کې د هند مخ پر زیاتیدونکي رول چین او پاکستان ته ګواښ پیښ کړی دی.

ورځپاڼه لیکي چې د جنوب ختیځې آسیا سیمه د ستراتیژیکي لحاظه ډیره مهم ده خو په عین وخت کې په دې سیمه کې بیلابیل مذهبونه او کلتورونه هم وجود لري. ورځپاڼه لیکي چې دا سیمه اوس د درو اټمي قدرتونو پاکستان هند او چین د سیالۍ ډګر ګرځیدلی دی.

ورځپاڼه لیکي چې په دې سیمه کې یو ناکرار ملک افغانستان دی چې د پاکستان سره ګاونډی ملک دی او د ستراتیژیکي لحاظه یې د موقعیت اهمیت دپامه نشی غورځیدلای ځکه دغه ملک په مرکزي آسیا کې اقتصادي بیلونکی سیمه ده.

ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان موقعیت هند او پاکستان دواړه د بهرني دښمن نه ساتي او د غټو غړورنه او مغلقې ارازۍ لکه کبله حتی د عصري پوځونه په مقابل کې هم مقاومت کولای شي. نو په همدغه لحاظ د سیمې ملکونه په دغه ملک کې په نفوذ پیدا کولو پسي ګرځي.

  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG