د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن اکسپریس: اوسامه یو خلاق ایمیل لیکونکی و


واشنګټن اکسپریس: اوسامه یو خلاق ایمیل لیکونکی و
واشنګټن اکسپریس: اوسامه یو خلاق ایمیل لیکونکی و

د آمریکا د واشنګټن اکسپریس ورځپاڼه د مې د میاشتې د ۱۳ مې نېټې په ګڼه کې لیکي چې د انټرنیټ سیستم د نه درلودو برسیره هم د القاعدې د سازمان وژل شوی مشر اسامه بن لادن یو خلاق ایمل لیکونکی و او د آمریکا د حکومت نه یو ګام مخکي و.

ورځپاڼه لیکي چې د اسوشیټیډ پریس خبري آژانس ته د آمریکايي تروریزم ضد مامورینو له خوا د نویو برملا شویو جزیاتو له مخې اساما بن لادن د انټرنیټ له لارې د خپلو پلویانو سره په ټولې نړۍ کې تماس درلود.

ورځپاڼه لیکي چې یادشویو آمریکایی چارواکو د اسوشیټیډ پریس خبري آژانس ته دا خبري د نوم د نه خپرولو په شرط کړي دي.

ورځپاڼه لیکي چې د بن لادن د ایمیلونو د تبادلې سیستم د هر څه نه د مخه پر اعتماد او دیسپلین باندي متکي و خو په عین وخت کې یې د امریکايي استخباراتي تحلیل کونکو دپاره بې شمیره ایملونه د ارزونې دپاره پرېښودل.

ورځپاڼه لیکي چې اسامه خپل ایملونه په داسي یوه طریقه باندي تبادله کول چې تر شا یې د ګوتو نښان لا نه پرېښوده.

ورځپاڼه لیکي چې د اوسامه پر کور باندي د تیرې اونۍ د عملیاتو نه وروسته چې په ترڅ کې یې آمریکايي خاصو کوماندويي قواوو هغه وواژه، د اوسامه د کور نه په یاداښتونو کې په زرګونو پیغامونه او په سلګونو برېښنا لیکونه ترلاسه شوي دي.

ورځپاڼه لیکي چې د اوسامه تاکتیک دا و چې د انټرنیټ نه به یې استفاده نه کوله بلکې د فلش کاردونو یا په اصطلاح د ګرځنده کمپیوټري حافظو نه به یې کار اخیستی.

اوسامه به یادشوي حافظې یوه اعتیباري کس ته ورکړې او هغه به لیري انټرنیټ کفې ته ولاړ او هلته به یې ځیني کار واخیستی. انیټرنیټ کلب کې به یادشوي اعتیباري راپورچي فلش کارټونه د کمپیوټر سره وصل کړل او د اسامه پیغام به یې ځیني راوایستی، وروسته به یې ایمیل کې واچوی او اړوند ته کس ته به یې واستوی. همدغه پروسه به یې د ایمیلونو په اخیستلو کې هم کاروله، یعنی هر ایمل چې به اسامه ته راتلی، راپورچي به یې د انټرنیټ کلب نه په فلش کارټ کې واچوی او اوسامه ته به یې راوړی.

ورځپاڼه لیکي چې دا پروسه یو کرار او بطي پروسه وه خو د دومره وخت دپاره دوام یې امریکايي استخباراتي مامورین لا حیرانه کړي دي.

د یادونې وړ ده چې امریکايي مامورینو تل شک درلود چې اوسامه د خپلو ایمیلونو د تبادلې دپاره حتما پر کوم راپورچي باندي تکیه کوي خو په دې باندي نه پوهیدل چې په دومره اندازه به وي.

ورځپاڼه لیکي آمریکايي خاصو قواوو د بن لادن د کور نه تقریبا ۱۰۰ ګرځنده د کمپیوټرو حافظې یا فلش کارډونه ترلاسه کړي دي چې د آمریکا مقاماتو په وینا په کښي د بن لادن او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د هغه د پلویانو ترمنځ تبادله شوي ایمیلونه ښيي.

ورځپاڼه لیکي چې د القاعده غړي تل خپل ایمیلونه بدلوي نو معلومه نه ده چې د ترلاسه شویو ایمیلونه د جملې نه څومره به یې اوس هم فعاله وي. خو د ایمیلونو او ټلفونونو شمیر ته په کتو سره داسي ښکاري چې د ملک په کچه به د انټرنیټ کمپنیو ته د آمریکا د ملي امنیت نه لیکونه واستول شي.

ورځپاڼه لیکي چې د آمریکا د عدلیې وزارت د مخه لا د انټرنیټي خدماتو کمپنیو ته د دغو لیکونو د استولو لړۍ چټکه کړې ده او د دوي نه غواړي چې د فیدارلي تحقیقاتو د ادارې یا اف بي ای د غوښتنې سره دي سم دوي ته د مشکوکو کسانو په باب معلومات ورکړي.

ورځپاڼه لیکي چې چارواکو تر دغه دمه دا نه ده په ډاګه کړې چې بن لادن د آمریکا دننه د کوم چا سره اړیکې درلودې کنه خو په عنعنوي ډول ترهګر په آمریکا کې میشت د انټرنیټي خدماتو د کمپنیو نه استفاده کوي.

ورځپاڼه لیکي چې د اسامه د کور نه د ترلاسه شویو اسنادو کچه دومره زیاته ده چې زیات شمیر عربي ژبيو تحلیل کونکو پرې کار پیل کړی دی چې وېې ژباړي او ارزیابي یې کړي. دغه معلومات به نه یواځي د آمریکايي مامورینو سره د نورو القاعده ترهګرو په پیدا کولو کې مرسته وکړي بلکې ترهګربه هم دې ته اړ باسی چې په خپلو تاکتیکونو کې بدلون راولي.

  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG