د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د امریکا او پاکستان ملي ګټې یو شان ندي، نیویارک ټایمز


په افغانستان کې د امریکا او پاکستان ملي ګټې یو شان ندي، نیویارک ټایمز
په افغانستان کې د امریکا او پاکستان ملي ګټې یو شان ندي، نیویارک ټایمز

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د شنبې د ورځې په ګڼې کې لیکلي دي چې که چیرته د امریکا ستراتیژیک انډیوالان همکاري ونکړي نو آیا په افغانستان کې دامریکا بریالیتوب به امکان ولري او که نه.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د مقالې په پیل کې لیکلي دي یوه ستره معما چې د جمهور رئیس اوباما د حکومت لپاره تر ټولو مرکزي حیثیت او زیات اهمیت لري دا ده چې آیا امریکا به پدې وتوانیږي که نه چې په افغانستان خپل دښمن پداسې حال کې مات کړي چې پدې جګړې کې د امریکا دوه ستراتیژیک ملګري په یو بل باندې باور ونلري او یا د دغو ملګرو د جملې نه یو یې د دښمن سره په پټه ملګرتیا ولري.

ورځپاڼه وایي چې د امریکا دښمن په افغانستان کې طالبان او ستراتیژیک ملګري یې د پاکستان او افغانستان حکومتونو ده چې درې واړه یې د طالبانو سره په جګړه اخته دي.

په پاکستان باندې دا تور لګیږي چې پدې جګړې کې په پاک نیت برخه نه اخلي ځکه چې پاکستان د دې نه ویره لري که چیرته افغانستان د طالبانو نه پاک او یو غښتلی هیواد شي نو د پاکستان د سیال هندوستان سره به انډیوالي وکړي چې دا د پاکستان په ګټه نده. پاکستان په همدې خاطر د افغانستان د طالبانو سره مرسته کوي چې د افغانستان او هندوستان په ملګرتیا کې خنډ جوړ شي.

ورځپاڼه وایي پاکستان او امریکا خو د افغانستان په جګړې کې په ظاهراً ملګري دي مګر د دواړو اهداف او ملي ګټي بیا سر توپیر لري. د امریکا جمهور رئیس براک اوباما ویلي دي د امریکا د ملي امنیت ګټه په افغانستان او جنوبي آسیا کې دا ده چې القاعده دېته پرینښودل شي چې پدې سیمې کې په امریکا او انډیوالانو باندې د حملو پلانونه جوړ کړي.

اوباما وایي همدا وجه ده چې امریکا خپل عسکر افغانستان ته لیږلي دي، او د همدې مقصد په خاطر امریکا د پاکستان په حکومت باندې فشار اچوي چې پخپلې خاورې کې دې د افغاني طالبانو، د حقانې په شبکې او د القاعده د شکبې د جنګیالیو پر ضد دې ریښتیني اقدامات وکړي خو پاکستان پدې خبرو هیڅ سره نه خوږوي. نو امریکا هم دیته مجبوروه شوه چې د پولې نه ور واوړي او د ډیورنډ د کرښې په پورې غاړې کې هم په جنګیالیو باندې حملې وکړي.

خو له بلې خوا پاکستان بیا وایی چې د هغوي د ملي امنیت ګټه په افغانستان کې د هندوستان سره د هغوي د کسات اخیستنې پخوانۍ دښمني ده چې د تیرو شپیتو کالو راپدیخوا روانه ده. پاکستان چې د افغانستان په اړه هر ګام پورته کوي نو په همدغه ټکې ته په پام سره یې کوي. پاکستان دا نه غواړي چې د افغانستان د خاورې نه دې د هندوستان لخوا د پاکستان پر ضد د یوه ګواښ په حیث ګټه واخیستل شي نو په همدې خاطر پاکستان فکر کوي چې د طالبانو او نورو سخت دریزه ډلو په همکارۍ سره به هغوي په افغانستان کې د هندوستان لاس ورلنډ کړی شي.

ورځپاڼه وایي همدا وجه وه چې د پاکستان استخباراتي ادارې ISI د 1990 په لسیزې کې د طالبانو په جوړښت او واک ته رسیدلو کې د هغوي سره مرسته وکړه.

پاکستان دا نه غواړي چې په افغانستان کې دې یو داسې ملي حکومت جوړ شي چې قوي پوځ ولري او د هند سره ملګرتیا وکړي نو یو ځل بیا دغه هیواد طالبانو ته د همکارۍ لاس ورکړیدی لکه څنګه یې چې پخوا دا کار کړی و.

په افغانستان کې پاکستان یو بل ټکي ته هم انتظار باسي او هغه دا ده چې پاکستان په امریکا باندې دا باور نلري چې په افغانستان کې به پاتې شي او کله چې د امریکا جمهور رئیس براک اوباما د افغانستان نه د عسکرو د وتلو اعلان وکړ نو د پاکستان نور هم دې موضوع ته برګ شو. او که چیرته امریکا د افغانستان نه واوځي نو پاکستان پدې باور دی چې په ډیر لږ وخت کې به طالبان یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته ورسیږي او که داسې وشي نو پاکستان غواړي دا یقیني کړي چې هغوي د طالبانو سره پخه انډیوالي ولري.

د جنوبي آسیا د هیوادنو د چارو کارپوه شجاع نواز چې د واشنګټن ډي سي د اټلانټیک کونسل په نامه د یوې ادارې مشر دی، د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته یې ویلي دي چې پاکستان په افغانستان کې په سیاسي روغې جوړې کې هم غواړي چې د هند ونډه ورکمه کمه کاندي. پاکستان وایي چې په سیاسي خبرو کې دې د حقاني شبکې او طالبانو ته زیاته برخه ورکړل شي ځکه چې د هغه په قول د دغې ډلې غړي تر ډیره حده پښتانه دي او پښتانه د هند سره چندانې ښې اړیکې نلري.

دی وایي چې هند د پخوا نه د شمالي ټلوالې سره ښې اړیکې لرلې. شمالي ټلوالې په 2001 میلادي کال کې د امریکایي قواوو سره لاس یو کړ او په ګډه یې په کابل کې د طالبانو حکومت ور ړنګ کړ.

د محمد یوسف په نامه د امریکا د سولې په انسټیټیوټ کې یو سیاسي کارپوه بیا ورځپاڼې ته ویلي دي که چیرته په افغانستان کې داسې یوه سیاسي روغه جوړه وشي چې په هغې کې د پاکستان انډیوالو ډلو یانې طالبانو، حقانې شبکې او نورو ډلو ته زیات واک او ونډه ورنکړل شي نو دا د پاکستان لپاره د منلو وړ نده او د ګډوډولو کوښښ به یې وکړي.

ورځپاڼه په پای کې لیکي چې دا د منطق سره برابره خبره ده چې د افغانستان د مسلې پر ځای دې د پاکستان او هندوستان په ستونزې باندې غور وشي او وایي که چیرته پاکستان ته د دې خبرې ضمانت ورکړل شي چې هندوستان د هغوي لپاره خطر ندی نو ممکن چې پاکستان به هم په افغانستان کې د امریکا او افغانستان پر ضد اعمالو نه لاس واخلي. خو دا کار داسې نده چې سبا شپې ته به وشي د واشنګټن ډي سي د جورج ټاون په پوهنتون د سیاسي علومو پروفیسر کرسټاین فایر وایي چې پدې موضوع باید چې پنځوس کاله نور هم کار وشي.

XS
SM
MD
LG