د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: که حماس وسلې په ځمکه ایښي وی، غزې کې جګړه څو میاشتې وړاندې بندیده


بلینکن په واشنګټن ډي سي کې د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډیوډ کیمرون سره وکتل
بلینکن په واشنګټن ډي سي کې د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډیوډ کیمرون سره وکتل

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن سه شنبه اپریل نهمه ( وري۲۱) د حماس ډلې څخه وغوښتل چې د اسرئیل سره د شپږو اوونیو لپاره د اوربند موافقه ومني چې له مخې به یې دا ډله نږدې ۱۰۰ برمته شوي کسان خوشې کړي او په بدل کې به یې اسرائیل سلګونه فلسطینیان له زندانونو څخه آزاد کاندي.

ښاغلي بلینکن په واشنګټن ډي سي کې د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډیوډ کیمرون سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې د مصر په پایتخت قاهرې کې تیره اوونۍ د حماس ډلې ته د اوربند "ډیر جدي" وړاندیز ورکړل شوی او باید ومنل شي.

هغه زیاته کړه، " توپ د حماس په خوا کې دی او نړۍ ګوري چې هغوي څه کوي".

د امریکا دې تر ټولو جګپوړي دیپلومات دا هم وویل چې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ روانه جګړه چې دا دی شپږ میاشتې یې پوره کیږي، څو میاشتې وړاندې بندیده خو پدې شرط چې د حماس ډلې " وسلې په ځمکه ایښي وی، د ملکیانو شا ته نه پټیدل او تسلیم شوي وی".

انټوني بلینکن داسې مهال د حماس څخه د اوربند د وړاندیز منل کیدل غوښتي چې د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتنياهو تیره ورځ وويل، د غزې پر جنوبي ښار رفح باندې د ځمکني يرغل لپاره نېټه ټاکل شوې ده.

نتنیاهو دغه نیټه نه ده ښودلې. په عین وخت کې، د حماس وسله واله ډله په غزه کې د اوربند او د يرغمل شويو کسانو د خلاصون پر وروستي وړانديز باندې غور کوي.

نتنیاهو په بیت المقدس کې د خبرو پر مهال وویل: "نن ما په قاهره کې د خبرو اترو په اړه مفصل راپور ترلاسه کړ. موږ په دوامداره توګه د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره کار کوو، چې لومړی د خپلو ټولو یرغمل شویو خوشې کول او په حماس باندې بشپړ بریالیتوب ترلاسه کول دي."

نتنیاهو زیاته کړه: "دا بریا رفح ته د ننوتلو او هلته د ترهګرو کنډکونو له منځه وړلو ته اړتیا لري. دا کار کېدونکی دی او نیټه ورته ټاکل شوې ده."

متحده ایالتونو سمدستي د نتنیاهو دا څرګندونې رد کړي دي. د پنټاګون یوې ویاندې وویل: ."موږ دا خبره واضح کړې ده چې موږ په رفح کې د عملیاتو ملاتړ نه کوو."

خو متحده ایالاتو دې پلان سره اختلاف څرګند کړی.

انټوني بلینکن پدې خبري کنفرانس کې وویل چې اسرائیل په رفح کې د نظامې عملیاتو په هکله هیڅ پلان د امریکا سره ندی شریک کړی او دا یې هم ویلي چې ټاکل شوې امریکایي چارواکي راتلونکي اوونۍ یو ځل بیا د اسرائیلي چارواکو سره وګوري او په رفح کې د نظامي عملیاتو لپاره د متبادل پلان په هکله خپل نظرونه ورسره شریک کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې جمهور رئیس جو بایډن په رفح کې د نظامي عملیاتو په هکله "ژوره اندیښنه" لري.

بلینکن د اسرائیلي چارواکو سره د ملاقات نیټه په ډاګه نکړله خو دومره یې وویل چې تر څو پورې دا ملاقات نه وي شوی، ګمان لري چې اسرائیل به په رفح کې نظامي عملیات ونکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG