د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سه شنبه په ورځ [مې ۲۶مه] ویلي چې د څلورو هېوادونو اتحاد یا د "کواډ" ډلې هوکړه کړې چې د ارام سمندر سیمې د انرژۍ د امنیت او مهمو منرالونو په اړه یو تازه پیل نوښت کړي.
متحده ایالات، اسټرالیا، هند او جاپان د کواډ غړي دي.
روبیو په نوي ډهلي کې د کواډ د بهرنیو چارو د وزیرانو سره تر غونډې وروسته ویلي چې د مهمو منرالونو پروژه به د دې ډلې غړو هېوادونو ته ددې زمینه برابره کړي چې "د اقتصادي پالیسۍ له وسیلو" څخه ګټه پورته کړي او د عرضې بهیر په پیاوړي کولو باندې پانګونه وکړي.
د بهرنیو چارو وزیرانو په فیجي کې په ګډه د یو بندر په جوړولو موافقه کړې او د مهمو منرالونو او انرژۍ د امنیت په اړه يي یو لړ تړونونه لاسلیک کړي.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني ونګ ویلي چې غړو هېوادونو د "راتلونکي بندرونو" په نوم یوه ملګرتیا پیل کړې ده.
مېرمن ونګ زیاته کړه: "موږ د 'کواډ د راتلونکي بندرونو' د شراکت له لارې، چې د ارام سمندر ته د کواډ تر ټولو پیاوړې ژمنتیا ده، د فیجي په بندرونو کې د زیربناوو لپاره د یوې ازمایښتي پروژې د پیلولو اعلان هم کوو."
د رویترز خبري اژانس لیکلي چې تازه نوښت د جاپان لپاره د یو مهم ګام بلل کېدای شي ځکه چې چین تر یوې ډپېلوماتیکې شخړې وروسته، د یو شمېر هغو منرالونو لېږدول بند کړي چې په فضايي، دفاعي او نورو برېښنايي صنایعو کې کارول کېږي.
د کواډ د ځای ځایګي په اړه یو لړ پوښتنې له هغې وروسته رامنځته شوې چې تېر کال د غړو هېوادونو رهبرانو د سرمشریزې په رابللو کې پاتې راغلل.
د بهرنیو چارو وزیرانو سږ کال د سرمشریزې د جوړېدو په اړه څه ندي ویلي خو د اونۍ په لړ کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وویل چې ډېپلوماتان به د سږ کال په وروستیو کې د یوې غونډې لپاره کار وکړي.
مارکو روبیو د کواډ د ملګرتیا پر دوام تینګار کړی او ویلي چې واشنګټن "دې ملګرتیا ته ژوره ژمنتیا" لري.
مارکو روبیو زیاته کړې چې د کواډ ډله د متحدو ایالتونو د "نړیوالې ټګلارې د بنسټ ډبره" ده
فورم \ دبحث خونه