وروسته له هغې چې اروپايي ټولنې تایید کړه، د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر موضوع له طالبانو سره د تخنیکي کچې د احتمالي غونډې لپاره کار روان دی، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، له طالبانو سره د اړیکو هر ډول عادي کېدل به د طالبانو په خپلو اقداماتو پورې تړلي وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند امریکا غږ ته ویلي: “که طالبان غواړي چې د نړیوالې ټولنې سره یې اړیکې عادي شي، متحده ایالاتو څرګنده کړې چې د عادي کېدو هر ډول ګام د طالبانو په خپلو اقداماتو پورې تړلی دی.”
د امریکا غږ د دې پوښتنې په ځواب کې چې بروکسل ته د طالب چارواکو سفر د مشروعیت په طرف ګام ګنل کیدای شي؟ دی وزارت طالبانو سره د خپل اړیکو په اړه داسې ویلي:
"پداسې حال کې چې طالبان د امریکایي اتباعو بندي کیدو ته دوام ورکوي، مونږ حتی پدې پوښتنې غور کول هم نشو پیلولی.."
د اروپايي کمیسیون ویاند، مارکوس لامرت، خبریالانو ته ویلي چې دا غونډه د سویډن په همغږۍ او د یو شمېر غړو هېوادونو په غوښتنه تنظیمېږي.
“اروپايي کمیسیون او د سویډن د عدلیې وزارت د افغانستان واکمنو چارواکو ته یو لیک استولی څو په بروکسل کې د تخنیکي کچې غونډې لپاره د هغوی د چمتووالي په اړه معلومات ترلاسه کړي.”
لامرت ټینګار کړی چې دا ډول تماسونه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې معنا نه لري او یوازې د هغو کسانو د بېرته ستنولو په اړه دي چې اروپايي هېوادونه یې امنیتي ګواښ ګڼي.
د بشري حقونو سازمانونو بیا د اروپايي ټولنې پر دې اقدام نیوکه کړې او ویلي یې دي چې افغانستان ته د افغانانو ستنول کولی شي خلک له خطر او ځورونې سره مخامخ کړي.
د اروپا کډوالو او جلاوطنو شورا کې د پالیسۍ لوړپوړی سلاکار راشد جلالي وایې“دا ډېره اندېښمنوونکې ده چې افغانستان ته د افغانانو د بېرته لېږلو په اړه خبرې روانې دي، هغه هم داسې افغانستان ته چې طالبان پرې واکمن دي.”
منتقدین وایي طالبان له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ښځو او نجونو پر حقونو پراخ محدودیتونه لګولي، او افغانستان لا هم له جدي بشري بحران سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وایي، په افغانستان کې له اوولس میلیونو زیات خلک د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي، او له ایران او پاکستان څخه د زرګونو افغان کډوالو ستنېدو دغه فشار نور هم زیات کړی دی.
سره له دې چې لوېدیځ هېوادونه لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو د کډوالۍ، امنیت او بشري بحرانونو زیاتېدونکو فشارونو له امله، له طالبانو سره عملي تماسونه مخ په زیاتېدو ښکاري.
فورم \ دبحث خونه