د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا مجوز طبي مروانه د لږو خطرناکو درملو په توګه تائید کړه

د امریکا سرپرست لوی څارنوال ټاډ بلانش د پنجشنبې په ورځ (د اپریل ۲۳مه) یو امر لاسلیک کړ چې له مخې یې د ایالت له خوا جواز لرونکي طبي مروانه او د امریکا د خوړو او درملو ادارې(FDA) له خوا تایید شوي د ماروانه محصولات دې، سمدستي له لومړۍ کټګورۍ نه چې (د درملو تر ټولو سخته فدرالي کټګورۍ) ده، دریمې کټګورۍ ته انتقال شول، چې دا یې د عامو نسخوي درد کمونکو درملو، کیټامین او ټسټسټېرون کټګورۍ ته راوستل.

د پخوانۍ درجې له مخې، ماروانه د فدرالي قانون لاندې داسې ګڼل کېده چې هیڅ منل شوی طبي استعمال نه لري او د ناوړه کارونې لوړه وړتیا لري.

دا امر د فدرالي قانون له مخې ماروانه د طبي یا تفریحي استعمال لپاره قانوني نه ګرځوي.

دغه تازه درجه‌بندي د کانبیس (چرسو بنګو، حشیش) پر څېړنو محدودیتونه کموي او د ایالت له خوا جواز لرونکو د طبي ماروانه شرکتونو ته اجازه ورکوي چې د لومړي ځل لپاره د فدرالي مالیاتو په حساب کې خپل سوداګریز لګښتونه کم کړي، او همدارنګه د ایالت له خوا جواز لرونکو تولیدونکو او وېشونکو لپاره د مخدره موادو سره د مبارزې ادارې یا DEA د ثبت چټک سیستم برابروي.

سربېره پر دې، د کانابیس (چرسو بنګو، حشیش) څېړونکي به د خپلو څېړنو لپاره د ایالت له خوا د مجوزې ماروانه ترلاسه کول جرم نه ګڼل کیږي.

بلانش وویل چې د عدلیې وزارت لخوا «دا د ولسمشر ټرمپ د ژمنې پوره کول دي» چې له مخې به یې د امریکایانو لپاره د طبي درملنې انتخابونو ته لاسرسی پراخ شي.

هغه د ایکس په حساب کې په یوه بیان کې لیکلي: «دا اقدامات به د مروانه د خوندیتوب او اغېزمنتیا په اړه لا دقیق او جدي څېړنې ممکنې کړي، د ناروغانو لپاره به د درملنې لاسرسی پراخ کړي او ډاکټرانو ته به دا توان ورکړي چې د روغتیايي پریکړو په اړه لا ښه او باخبره تصمیمونه ونیسي.»

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دسمبر په میاشت کې خپل حکومت ته لارښوونه کړې وه چې ژر تر ژره ماروانه بیا درجه‌بندي کړي. د بایډن ادارې هم ورته وړاندیز کړی و، چې نږدې ۴۳ زره عامه نظرونه یې راټول کړل، خو د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې ادارې (DEA) د دې ارزونې بهیر د ټرمپ تر واکمنېدو مخکې درولی و.

د بلانش امر د پاتې ارزونې بهیر له پامه وغورځاوه او د فدرالي قانون پر داسې ماده ولاړ و چې لوی څارنوال ته اجازه ورکوي هغه درمل طبقه‌بندي کړي چې امریکا یې د نړیوالو تړونونو له مخې تنظیمول غواړي.

دغې ادارې همدارنګه وویل چې د ماروانې د پراخې بیا درجه‌بندۍ بهیر یې بیا پیل کړی، چې د جون په ۲۹ مه به ورباندې استماعیه غونډه پیل شي.

د بلانش دا اقدام په هغو ۴۰ ایالتونو کې د طبي مروانې پروګرامونو ته تر ډېره قانوني بڼه ورکوي چې دا پروګرامونه یې منلي دي. ماروانه پرته له دوو ایالتونو ایډاهو او کانساس، په ټولو ایالتونو کې په یوه یا بله بڼه قانوني ده.

د مراونې هغه محصولات چې د ایالتي طبي پروګرامونو له لارې نه وېشل کېږي، لا هم په لومړۍ کټګورۍ کې پاتې دي.

د دې اعلان له خپرېدو وروسته د لویو کانابیس(چرسو بنګو، حشیش) شرکتونو ونډې له ۶٪ څخه تر ۱۳٪ پورې لوړې شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG