د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا سودان د تررویزم د ملاتړ کوونکو له تور لیست وایست


د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د سودان او اسرائیل د مشرانو سره د اړیکو د عادي کولو د ژمنې نه وروسته خبرې وکړلې.
د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د سودان او اسرائیل د مشرانو سره د اړیکو د عادي کولو د ژمنې نه وروسته خبرې وکړلې.

د اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو د ژمنې نه وروسته، امریکا سودان د ترهګرو د ملاټر کوونکو د تور لیست څخه وایست

د امریکا متحده ایالاتو په رسمي توګه سودان د ترویزم د ملاتړ کوونکو د تور لیست نه بهر کړ.

امریکا دا اقدام وروسته تر هغه وکړ چې سودان دوه اوونۍ وړاندې یې د اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو ژمنه وکړله.

واشنګټن شاوخوا ۲۷ کاله وړاندې سودان پدې خاطر د تروریزم د ملاتړ کوونکو په تور لیست کې شامل کړ چې دې هیواد پخپلې خاورې کې وسله والو د پټیدو ځای ورکړی و.

خو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د همدې روان ۲۰۲۰ کال د اکټوبر په میاشت کې اعلان کړی و چې د سودان نوم د تور لیست نه وباسي.

د سودان په پایتخت خرطوم کې د امریکا سفارت پخپل فیس بوک پاڼې کې لیکلي چې "کانګریس ته د ۴۵ ورځو د خبر ورکولو نه وروسته د بهرنیو چارو وزیر د سودان نوم د تروریزم د ملاتړ کوونکو د لیست نه بهر کړ".

سفارت ویلي چې دا حکم سره د نن نه د تطبیق وړ دی.

د سودان د پوځ لوی درستیز جنرال عبدالفتاح البرهاني چې اوس د هیواد د خپلواکې شورا مشر هم دی، د سودان ولس ته مبارکې ورکړې.

د تروریزم د ملاتړ کوونکو د تور لیست نه د سوډان ایستل پدې معنی چې اوس د دې هیواد سره مرستې کیدلی شي، د پور ورکولو، پور معاف کولو او پانګې اچولو لپاره هم لار ورته پرانیستل کیږي.

سودان پداسې وخت کې د تور لیست نه ایستل کیږي چې په هغه هیواد کې د عمر بشیر شاوخوا ۳۰ کلنه واکمني تیر کال همدا وخت د خلکو د پاڅون نه وروسته د پوځ په مداخلې پای ته ورسیده.

سودان د کویډ نولس د وبا له وجې د شدیدو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او د واشنګټن دا اقدام ورته ښه زیری دی.

د سودان صدراعظم عبدالله حمدوک هم د واشنګټن د اقدام هر کلی کړی. ښاغلي حمدوک په فیس بوک کې لیکلي چې "هیواد مو د نړیوالې کلابندۍ نه خلاص شو".

سوډان د اکټوبر په میاشت کې دریم عربي هیواد شو چې د اسرائیل سره اړیکې عادي کوي. د سوډان نه وړاندې عربي متحده اماراتو او بحرین هم د واشنګټن په منځګړتوب د اسرئیل سره اړیکې عادي کړلې.

XS
SM
MD
LG