د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: زموږ په منځګړتوب سودان او اسرائیل هم سوله وکړه


ښاغلي ټرمپ وویل چې نور هېوادونه به هم له اسرائیل سره روابط ښه کړي
ښاغلي ټرمپ وویل چې نور هېوادونه به هم له اسرائیل سره روابط ښه کړي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ‌ وايي چې د امریکا په منځکړتوب سودان او اسرائیل موافقه وکړه چې خپل روابط عادي‌ کړي.

ښاغلي ټرمپ‌ دا کار د خپلې بهرنۍ تګلارۍ د کامیابۍ په توګه یاد کړی دی.

نوموړي تېره ورځ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «د اسرائیل دولت او د سودان جمهوریت موافقه وکړه چې سوله وکړي. دا به درېیم هېواد وي چې زموږ په منځګړتوب دا کار کوي او نور هم را روان دي.»

سودان درېیم عرب هېواد دی چې له اسرائیل سره خپل روابط عادي کوي. تر دې مخکې متحده عربو اماراتو او بحرین د سپتمبر په میاشت کې له اسرائیل سره د اړیکو د عادي‌ کولو تړونونه لاسلیک کړل.

سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ویلي دي:« دا دواړه هېوادونه به په را روانو اونیو کې د زراعت، اقتصاد، تجارت، هوايي چلند، مهاجرت او نورو دوه اړخیزو مسایلو په اړه د همکارۍ د تړونونو په اړه خبرې پیل کړي.»

کله چې ولسمشر ټرمپ دا خبر اعلانوه، ورسره د تیلیفون په لیکه د اسرائیل صدراعظم بنیامن نتنیاهو او د سودان صدراعظم عبدالله همدوک او د سودان د استقلالیت د شورا مشر عبدلفتاح البرهان هم وو.

ښاغلي نتنیاهو وویل: «دا د سولې لپاره یوه بل ډراماتیک پرمختګ دی.»

ښاغلي همدوک بیا په سودان کې د تجارت او پانګونې هرکلی وکړ چې له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو یوه برخه ده. سودان دا مهال له سخت اقتصادي حالت سره مخامخ دی.

په همدې حال کې د فلسطینانو د ولسمشر محمود عباس دفتر په یوې اعلامیې کې د سودان او اسرائیل ترمنځ د اړیکو عادي کېدل غندلي دي‌ او وايي چې «اسرائیل د فلسطینیانو ځمکې اشغال» کړي دي.

د سودان د پخواني ولسمشر عمر البشر پر مهال دغه هېواد له فلسطینیانو سره نژدې اړیکې لرلې.

XS
SM
MD
LG