د لاس رسي وړ اتصالات

روبیو د امریکا- ایران هوکړې ملاتړ تر لاسه کولو لپاره منځني ختیځ ته ځي

 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د امریکا او ایران د موافقې د ملاتړ لپاره منځني ختیځ ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر سفر
ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو متحده عربي اماراتو، کویټ او بحرین ته سفر وکړي، څو د امریکا او ایران ترمنځ د لاسلیک شوي تفاهم یادداشت (ام او یو) ملاتړ وکړي.

د دې تفاهم هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې پای ته رسول او د سیمه‌ییز ثبات پیاوړتیا ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې روبیو به د سې شنبې څخه تر پنجشنبې پورې منځني ختیځ کې وي او په بحرین کې به د خلیج د همکارۍ شورا (GCC) له چارواکو سره هم خبرې اترې ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي،"وزیر به د سیمې د مهمو لومړیتوبونو په اړه خبرې وکړي، چې پکې له ایران سره د تفاهم یادداشت، د هرمز تنګي له لارې د بشپړ، آزاد او خوندي سمندري تګ راتګ د تضمین هڅې، او په سیمه کې د سولې او ثبات اهمیت شامل دي."

د خلیج د همکارۍ شورا سرمنشي جاسم البدیوي هم د دوشنبې په ورځ وویل چې شورا د امریکا او ایران ترمنځ د تفاهم هرکلی کوي او هیله لري چې دا به "یو وروستی او هر اړخیز تړون" رامنځته کړي چې په سیمه او نړۍ کې امنیت او ثبات لا پیاوړی کړي.

د خلیج د همکارۍ شورا غړي هېوادونه متحده عربي امارات، بحرین، سعودي عربستان، عمان، قطر او کویټ دي.

د تفاهم دغه یادداشت د دواړو خواوو ترمنځ د باور جوړونې او د شخړو د کمولو لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.

همدارنګه، د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه شمېرل کېږي، ځکه چې په نړیواله کچه د تیلو او انرژۍ یوه لویه برخه له همدې لارې لېږدول کېږي.

هر ډول بې ثباتي یا شخړه په دې سیمه کې کولی شي د انرژۍ پر نړیوالو بازارونو او د نړیوال اقتصاد پر وضعیت اغېز وکړي.

شنونکي باور لري چې که د امریکا او ایران ترمنځ خبرې بریالۍ شي، نو دا به نه یوازې د خلیج سیمې امنیت ته ګټه ورسوي، بلکې د نړیوالو اقتصادي او سیاسي اړیکو لپاره به هم مثبتې پایلې ولري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG