د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه په افغانستان کې جلا دریځ غوره کوي


روسیه وايي له طالبانو سره د سولې په هغو مذاکراتو کې برخه نه اخلي چې د امریکا، پاکستان او چین په ملاتړ کیږي.
روسیه وايي له طالبانو سره د سولې په هغو مذاکراتو کې برخه نه اخلي چې د امریکا، پاکستان او چین په ملاتړ کیږي.

د ۲۰۰۱ کال راپدیخوا چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه د ترهګرۍ د ماتولو په نامه په جګړه کې په افغانستان کې ښکیل شوي روسیې، لږ تر لږه په رسمي څرګندونو کې، له نړیوالې ټولنې سره ګډ دریځ لرلی.

خو اوس داسې بریښي چې مسکو غواړي د افغانستان په چارو کې له امریکا نه خپله لاره جلا کړي.

که څه هم مسکو او واشنګټن د سوریې د کړکیچ په اړه متضادې تګلارې لري - روسیه د بشارالاسد ملاتړې ده خو امریکا له واک نه د الاسد لرې کول غواړي - خو په افغانستان کې بیا دواړه هیوادونه د ترهګرۍ او مخدره توکو خلاف دریځ لري.

داسي ښکاري‌ چې روسیه د افغانستان د سولې د خبرو په لړۍ کې د مستقیمې ونډې د نه لرلو له کبله اندیښمنه ده. افغان، پاکستاني، امریکايي او چینايي چارواکو تیره میاشت له طالبانو سره د سولې د خبرو نقشه جوړه کړه او تمه کیږي چې ډیر ژر به د همدغې نقشې پر اساس له طالبانو سره د سیاسي تفاهم هڅې پیل شي.

د نیویارک ټایمز د راپور په اساس تیره اونۍ د افغانستان لپاره د ولسمشر ولاديمیرپوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روسیې دولتي خبري رسنۍ ته وویل "موږ له وړاندې امریکایانو ته ویلي، چې موږ په بې ګټو او بې فایدې مسایلو او غونډو کې برخه نه اخلو".

نوموړي ویلي چې روسیه به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې په هېڅ ډول مذاکراتو کې، چې د امریکا، پاکستان او چین په ملاتړ کیږي، برخه نه اخلي. کابلوف ویلي" که رښتیا ووایم، موږ نور په هرې هغې مسئلې کې له شاملېدو ستړي شوي یو چې، واشنګټن پیل کړې وي".

روسیه او امریکا په اوکراین او سوریې کې د جګړو پر سر هم ژور اختلاف لري.
روسیه او امریکا په اوکراین او سوریې کې د جګړو پر سر هم ژور اختلاف لري.

له طالبانو سره خبرې

ښاغلي کابلوف له طالبانو سره د خپل هېواد د مخامخ اړیکو او پیل شویو خبرو څخه هم پرده پورته کړه او وویل، چې دوی له طالبانو سره د داعش په اړه امنیتي معلومات شریکوي. ( طالبان دا خبره نه مني.)

افغان چارواکي اندېښنه لري، چې په افغاستان کې د نړیوالو قدرتونو ترمنځ پر مشترکو کټو نه همغږي او د افغان حکومت ضد اورپکو سره تماس نیول به په کابل کې حکومت کمزوری کړي.

چارواکي دا اندېښنه هم لري چې د روسیې د دغو اقداماتو علت د امریکا د یوې ښکاره تګلارې نشتوالی او له متحدو ایالتونو سره د ښاغلي پوتین خراب روابط دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه افغان چارواکي له خولې چې نوم یې ندې اخیستی لیکلي‌ چې"موږ ته ستونزمن دي چې په یو لړ مسایلو کې روسیې ته قناعت ورکړو، ځکه هغوی فکر کوي چې موږ هم د امریکا د دغې سترې لوبې یوه برخه یو".

ضمیر کابلوف ویلي چې مسکو په خپله د افغانستان روان امنیتي، له دغو حالاتو ورپېښ ګواښونه او د نورو ترهګرو ډلو رادبره کېدل له نژدې څاري، په خاص ډول د اسلامي دولت له لوري ورپېښ ګواښ ته.

روسیې د افغانستان د سرحد په اوږدو کې په تاجکستان کې خپلې تر ټولو لویې پوځي اډې ته نور اکمالات او وسایل واستول، پر دې سربېره د روسیې ځواکونو له تاجک ځواکونو سره ګډ پوځي تمرینات هم پیل کړي دي.

کرملین د تاجکستان د پوځ د روزنې او تجهیز لپاره ۱.۲ میلیارده ډالره ورکړي چې په منځنۍ اسیا کې یو نوی ځواک رادبره شي.

XS
SM
MD
LG