د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما او پوتین په سوریه کې په سیاسي بدلون موافقه وکړه


د جي شلو هیوادونو غونډه په ترکیه کې جوړه شوی
د جي شلو هیوادونو غونډه په ترکیه کې جوړه شوی

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی وایي بارک اوباما او ولادیمیر پوتین په ترکیه کې د جي شلو هیوادونو د عمومي غونډې په څنډه کې د ٣٥ دقیقو لپاره دوه اړخیزې خبرې وکړې او په سوریه کې د سیاسي بدلون په رامنځ ته کیدو موافقه وکړه. د دې چارواکي په وینا د پاریس پیښې دغه کار نور هم اړین کړی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما د فرانسې په پلازمینه پاریس کې د جمعې د ورځې د څه دپاسه ١٢٠ تنو وژنه چې مسولیت یې داعش په غاړه اخیستی پر "متمدنې نړۍ باندې یو برید" گڼلی دی.

ښاغلي اوباما ویلي دي چې متحده ایلات به له فرانسې سره په گډه د دې پیښې عاملین پیدا کړي " مونږ به خپلې هڅې څو چنده کړو او د خپل ایتلاف له نورو غړو سره په گډه به په سوریه کې د سوله ییز بدلون د رامنځ ته کیدو او د داعش د نابودلو لپاره کار وکړو."

سپینه ماڼۍ وایي بارک اوباما او ولادیمیر پوتین دواړو د یوې کاري غرمنۍ په ترڅ کې د سوریې په مشرۍ د یو بدلون په رامنځ ته کیدو او د ملگرو ملتونو په منځگړیتوب په خبرو موافقه وکړه.

د روسیې خبري اژانس د کریملن د بهرنۍ پالیسۍ د سلاکار یوري یوشاکوف له خولې لیکلي دي چې " د داعش په خلاف جگړې کې د امریکا او روسیې ستراتیژیک هدف په اوصولو کې یو شان دی، خو یواځې په تکتیکي لحاظ سره توپیر لري."

په ترکیه د جي شلو هیوادونو دوه ورځنۍ غونډه د سوریې د هیواد په ٥٠٠ کیلومیترۍ کې په داسې حال کې جوړه شوې ده چې د دې هیواد د څلورنیم کلنې شخړې په نتیجه کې د اسلامي دولت ډله په یو نړیوال امنیتي گواښ بدله شوې او سوري مهاجرو په اروپا د دوهمې نړیوالې جگړې راوروسته د مهاجرت تر ټولو ستر سیلاب رامنځ ته کړی دی.

XS
SM
MD
LG