د لاس رسي وړ اتصالات

پر روسیې د امریکا بندیزونه؛ مسکو د غچ اخېستلو ګواښ کړی دی


د روسیې حکومت ویلي چې د روسي جاسوس د مسمومیت له امله د امریکا د تازه بندیزونو پر وړاندې به په بالمثل اقدام لاس پورې کړي.

مسکو د واشنګټن بندیزونه غیرقانوني بللي دي. روسي چارواکو ویلي چې د روان کال د مارچ په میاشت کې د پخواني جاسوس سرګي سکریپال او د هغه د لور یولیا د مسمومیت په قضیه کې لاس نه لري.

دغه پلار او لور د برېټانیا د سیلزبیري په ښار کې په یو ډول ذهرجنو موادو بې هوښه کړاي شوي وو. دواړه لدې پېښې روغ رمټ ووتل خو د ډير وخت لپاره په روغتون کې بستري وو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا ذخروا ویلي چې "امریکا اګاهانه داسې غوښتنې مطرح کوي چې زموږ لپاره د منلو وړ نه دي."

میرمن ذخروا امریکا تورنه کړه چې د مسکو-واشنګټن اړیکې په زوره د خرابېدو په لوري بیايي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ پر روسیې بندیزونه اعلان کړل ویې ویل چې دغه هېواد د نړیوالو قوانینو برخلاف د خپلو اتباعو پر ضد وژونکي ذهرجن مواد کارولي دي.

د امریکا بندیزونه به د اګست میاشتي په ۲۲ نېټه عملاً اجرا شي. په دغو بندیزونو کې د الکترونيکي وسایلو په شمول روسیې ته د ملي امنیت د ټولو تجهیزاتو د صادرولو جواز شامل دی.

کرملین د امریکا دا اقدام "غیرعملي" بللی دی.

پر روسیې د امریکا بندیزونه؛ مسکو د غچ اخېستلو ګواښ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:33 0:00

XS
SM
MD
LG