د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي جنرال: روسیه اقرار وکړي چې په سوریې کې کمزورې ده


د امریکا د پوځ یوه جګپوري مقام روسیه په سوریې او منځني ختیځ کې د بې ثباتۍ په جوړولو تورنه کړه.

د پوځ د مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزف وتل د سې شنبې په ورځ [فبرورۍ ۲۷] د امریکا د کانګرس غړو ته وویل چې د هغو سیمو ۹۸ فیصده برخه یې د داعش له منګلولو څخه آزده کړې چې یو وخت دغې ډلې پر واکمني چلوله.

جنرال وتل د داعش د خلافت له منځه وړل حتمي وباله ویې ویل چېامریکا د داعش د ماتولو لپاره په سوریې کې حضور لري.

دغه امریکايي جنرال قانون جوړونکو ته وویل چې په سورېې د روسیې دخالت سیمه بې ثباته کوي.

جنرال وتل زیاته کړه: " روسیه یا باید د کمزورۍ اقرار وکړي یا ووایې چې نه غواړي د سوریې د شخړو په پاي ته رسولو کې برخه اخلي."

د جنرال وتل په باور د سوریې په کشالې کې د مسکو دخالت "ډیر بې ثبات کوونکی دی."

د سوريې په شخړو کې امریکا او روسیه ګمان کوي چې په دوو بیلو لارو روانې دي، داسې چې مسکو د بشارالاسد په مشرۍ د دمشق له حکومت څخه او امریکا د سوریې له دیموکراتیکو ځواکونو څخه چې تر دې وروستیو پورې یې هڅې د داعش پر ماتې متمرکزې وې، ملاتړ کوي.

جنرال وتل د سوریې په غوطې ښار کې د اعلان شوي اوربند په مراعاتولو کې د روسیې پر ناکامۍ نیوکه وکړه.

د اوربند لپاره د روسیې پلان دادی چې په غوطې کې د سیمې په وخت د سهار له ۹:۰۰ څخه د غرمې تر ۲:۰۰ پورې جنګ بند شي. له لنډې ارامۍ وروسته، د سې شنبې په ورځ پلان ناکام شو او د اوربند د نافذېدو په لومړۍ ورځ د سوریې د حکومتي قواوو په بمباریو کې ۶ کسان ووژل شول.

روسان یاغیان د جنګ په پیلولو تورنوي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په سویس کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وویل چې په ختیځې غوطې کې یاغیان د بشري مرستو د رسېدو مخه نیولې او خلکو ته اجازه نه ورکوي چې له سیمې څخه ووځي.

لاوروف وویل: "روسیه د سوریې له حکومت سره په ګډه پخوا په ختیځې غوطې کې د بشري دهلیز د جوړېدو اعلان کړی و. اوس د وسله والو او د هغوي د ملاتړو نوبت دی چې عمل وکړي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ژمنه وکړه چې مسکو به د ترهګرو "تر بشپړې ماتې" د سوریې د پوځ ملاتړ وکړي.

امریکايي جنرال: روسیه اقرار وکړي چې په سوریې کې کمزورې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:16 0:00

XS
SM
MD
LG