د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا، روسیې او اوکراین مذاکره کوونکي د سه شنبې په ورځ په ابوظبي کې سره ګوري

ټاکل شوې ده چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د امریکا په منځګړیتوب د سولې خبرې اترې د سه شنبې په ورځ په ابوظبي کې پیل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د یکشنبې په ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو ټکو پر موندلو کې پر شته ستونزو ټینګار وکړ. دواړو لوریو ویلي چې د روانې اونۍ دوه ورځنۍ خبرې اترې به پر امنیتي تضمینونو متمرکزې وي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو زیاته کړې:

"په ټوله هغه موده کې چې موږ د روسیې او اوکراین په اړه خبرې کړې دي، یوه موضوع چې په وار وار مطرح شوې، هغه د امنیتي تضمینونو اړتیا ده. له جګړې وروسته د اوکراین او په پراخه کچه د ټولې اروپا د امنیتي جوړښت بڼه به څنګه وي؟ دا یو له هغو مهمو موضوعاتو څخه دی چې په هر بحث کې، او هرکله چې د خبرو اترو په اړه خبرې شوې دي، په وار وار راپورته شوی دی."

روسیه او اوکراین د هر ډول احتمالي سولې هوکړې لپاره متضادې غوښتنې لري. روسیه غواړي چې اوکراین خپل ځواکونه له هغو څلورو سیمو څخه وباسي چې مسکو په ۲۰۲۲ کال کې له ځان سره یوځای کړې وې. اوکراین دا غوښتنه رد کړې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوې تازه مرکې کې ویلي چې، باور لري چې جګړه به پای ته ورسېږي، خو اوکراین به نور هغه شان نه وي لکه د جګړې د پیل څخه وړاندې چې و.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي:

"زه باور لرم چې موږ به دا کار ترسره کړو، او زما په اند دا به وشي، او په پایله کې به د اوکراین بڼه یو څه بدله وي."

روسیې په ډاګه کړې ده چې خبرې اترې په کلکه درې اړخیزې دي او اروپا به پکې شامله نه وي؛ اوکراین ټینګار کوي چې اروپايي متحدین هم باید پکې برخه ولري.

له بل پلو د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف یا ویلي،هغه څه چې په راتلونکو ورځو کې به په ابوظبي کې ترسره شي، د روسیې او اوکراین ترمنځ درې اړخیزې خبرې اترې دي چې امریکا پکې د منځګړي رول لوبوي.هغه زیاته کړې:

"د اروپایانو د ګډون په اړه باید ووایم چې امریکا له اروپایانو سره د اړیکو خپلې لارې چارې لري، او اوکراین هم له اروپا سره د اړیکو خپلې ځانګړې لارې لري. داسې ښکاري چې دوی د همغږۍ لپاره خپل یو میکانیزم رامنځته کوي. خو زه یو ځل بیا ټینګار کوم: په ابوظبي کې کېدونکې خبرې اترې به درې اړخیزې وي."

اروپايي ټولنې په کلکه غبرګون ښودلی او استدلال کوي چې له اروپا پرته، د کومې پراخې هوکړې یا ترتیب رامنځته کېدل ممکن نه دي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې کاجا کالاس وايي،

"د امنیتي تضمینونو، بندیزونو، بیارغونې او اروپايي ټولنې ته د اوکراین د غړیتوب په برخو کې، له اروپايي ټولنې پرته بله لاره نشته."

دا خبرې داسې مهال پیلیږي چې د روان کال په لومړیو کې ترسره شوې خبرې اترې د نږدې پنځه کلنې شخړې د پای ته رسولو په برخه کې د کوم د پام وړ پرمختګ په ترلاسه کولو کې پاتې راغلې وې.

دا د فبروري میاشتې راهیسې لومړی ځل دی چې دوی د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو په اړه د خبرو اترو لپاره سره راټولیږي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG