د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې هغه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ټیلیفون له لارې خبرو کې ترې وغوښتل چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې په ختمولو کې، چې اوس پنځم کال ته داخلیږي، مرسته وکړي.
ټرمپ له پوتین سره خپلې خبرې «مثبتې» وبللې او ویې ویل چې په دې خبرو کې د اوکراین-روسیې جګړه او همدارنګه د منځني ختیځ پرمختګونه هم شامل وو.
ټرمپ د فلوریډا ایالت په (دورال ګالف) کلب کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل: «موږ د اوکراین په اړه خبرې کولې، چې دا یو نه ختمېدونکی جنګ دی. ښکاره ده چې موږ د منځني ختیځ په اړه هم خبرې کړې دي، او هغه (پوتین) غواړي مرسته وکړي.»
ټرمپ وویل چې هغه پوتین ته ویلي: «تاسو کولی شئ ډېر ګټور واوسئ که د اوکراین او روسیې جګړه پای ته ورسوئ. دا به تر ټولو لویه مرسته وي.»
د روسیې د ولسمشر مرستیال یوري اوشاکوف د دواړو مشرانو ترمنځ د خبرو موضوعات تائید کړل او دا یې «کاري، صریحه او رغنده» خبرې وبللې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا، ټیلیګرام کې خپور شوي بیان کې اوشاکوف وویل:«ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا خپله علاقه څرګنده کړه چې د اوکراین جګړه ژر تر ژره پای ته ورسېږي، د اوربند په رامنځته کېدو سره چې د اوږدمهاله حل لپاره لاره هواره کړي.»
په داسې حال کې چې جګړه لا هم روانه ده، تېره میاشت په جنیوا کې د امریکا په منځګړتوب د روسیې او اوکراین د استازو ترمنځ د خبرو درې پړاوونه پرته له کومې مهمې پایلې پای ته ورسېدل.
ولسمشر ټرمپ وویل چې دا جګړه هره اونۍ د دواړو لوریو په لاس د شاوخوا ۵۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰ کسانو ژوند اخلي چې ډېری یې سرتېري دي.
دغه ټیلیفوني خبرې درې ورځې وروسته له هغه کیږي چې د سولې ماموریتونو دپاره د ولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي سټیف ویتکاف د اوکراین او روسیې ترمنځ د بندیانو د تبادلې د بل پړاو خبر ورکړ. په دې تبادله کې ۱۰۰۰ کسان شامل وو.
ویتکاف وویل چې ددې تبادلې موافقه په جنیوا کې د وروستیو درې اړخیزو مذاکراتو پر مهال شوې وه.
فورم \ دبحث خونه