د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي سناتوران وایي سعودي ولیعهد 'بدمعاشي' کوي


ولشمر ټرمپ وایي سعودي عربستان یې ملگری ملک دی
ولشمر ټرمپ وایي سعودي عربستان یې ملگری ملک دی

د امریکا د کانگرس غړیو د سعودي عربستان په ولیعهد محمد بن سلمان سختې نیوکې کړیدي او هغه یې 'بشپړ بدمعاش' بللی

د امریکا په کانگرس کې د مارچ په ٦ په یوې غونډې کې سناتور جنرال جان ابی زید چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان لپاره سفیر نومولی، د سعودي عربستان او د امریکا د اړیکو دفاع کړیده.

د امریکا په کانگرس کې د جمهوري غوښتونکي او دیموکرات گوند غړیو په یمن کې د سعودي عربستان په رول اعتراضونه کړیدي او په دغه ملک کې یې د بشري حقونو نه سرغړونې هم غندلې دي.

ښاغلي ابی زید په ترکیې کی د سعودي خبریال خاشقجي د قتل په اړه د عدالت غوښتنه وکړه خو د امریکا او سعودي د ملگرتیا په اهمیت یې پرله پسې ټینگار وکړ.

د خاشقچي د قتل نه وروسته د امریکا او سعودي اړیکې یو څه خرابې شوې خو د ٢٠١٧ کال د جنورۍ د میاشتې د ولسمشر ټرمپ د دورې د پیلیدو نه واخله تر اوسه پورې په سعودي کې د امریکا سفیر نه و.

ابی زید د کانگرس د بهرنو چارو کمیټې ته وویل چې امریکا د سعودي سره پیاوړي تعلق ته ضرورت لري او دا د امریکا په گټه ده چې دغه اړیکې سمې وي.

XS
SM
MD
LG