د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه: د خاشقجي قتل سعودي چارواکو پلان کړی و


د ملگرو ملتونو تحقیقاتي ډله وایي چې داسې شواهد یې تر لاسه کړیدي چې ښیي د جمال خاشقجي قتل سعودي چارواکو کړیدی

په ترکیې کې د سعودي خبریال جمال خاشقجي د قتل د تحقیقاتو لپاره د ملگري ملتونو د ډلې په رپورټ کې ویلي شویدي چې شواهد ښایي د هغه قتل سعودي چارواکو پلان کړی و

شهزاده محمد بن سلمان د هغې نه وروسته د نړیوالو د نیوکو سره مخ دی چې د تیر کال د اکتوبر په ٢ نیټه په ترکیې کې د سعودي خبریال خاشقجي ووژل شو. سي آي ای هم په خپل رپورټ کې شهزاده محمد بن سلمان د خاشقچي د قتل مسول بللی دی.

امریکایي مطبوعاتو رپورټ ورکړی و چې د سعودي خبریال په قونسلګرۍ کې د قتل نه وروسته د هغه د بدن غړي پرې شوي و او هغه یې نامعلومه ځای ته وړي دي.

د خاشقجي د قتل نه وروسته په ټوله نړۍ کې د سعودي عربستان ضد غبرگونونه پاریدلې و او حتی د امریکا سنا دا پریکړه هم کړي وه چې په یمن کې به د سعودي ملاتړ نه کوي.

XS
SM
MD
LG