د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت د جمعې په ورځ (نومبر ۲۰) د "اقتصادي انزوا" د عملیاتو په چوکاټ کې پر څلورو کسانو چې د ایران د تیلو په پلور او د امریکا له بندیزونو څخه یې په سرغړونه کې لاس درلود، بندیزونه ولګول.
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بسینټ د ایران د نفتو د عوایدو کړکیچ ته په اشارې خبرداری ورکړ چې د یاد هیواد حکومت ممکن هیڅ وخت ونشي کړای د پلورل شویو تیلو پیسې ترلاسه کړي.
پر هغو کسانو چې بندیزونه لګلیدلي یو یې د ایران د سپاه پاسداران د استخباراتو پخوانی افسر محمد جواد باوند دی او بل تن چې مجید تاج نومیږي د ایران د فوټبال فدراسیون د رئیس ورور دی.
د امریکا د مالیې وزارت په وینا، باوند او تاج په داسې شبکو کې فعالیت کاوه چې د ایران د کمیدونکو زیرمو د تیلو د پلور او له دریمو هیوادونو څخه د تیلو د پلور د عواید د راټولو مسوولین وو .
که څه هم ددغې شبکې غړي د ایران له دولت څخه څو میلیارده ډالره پوروړي دي خو بیا هم د رژیم په نفتي معاملو کې ونډه لري.
دریم کس چې بندیز پرې لګیدلی دی محمد حسین ثروتي نومیږي چې د سپاه پاسداران د یوه قومندان محسن ثروتي زوی دی. هغه د (سپهر انرژي جهان نما پارس) په شرکت کې فعالیت کوي چې د ایران د وسله والو ځواکونو لپاره د تیلو په پلور کې ونډه لري.
څلورم کس مجتبي عرب نژاد نومیږي چې د ماهان هوایي شرکت عامل مدیر دی. د امریکا د مالیې وزارت وایي چې نوموړي د قدس ځواکونو سره د خپلو اړیکو له مخې، د الوتکو د پرزه جاتو په برابریدو، د وسلو د تامین او د ماهان څخه د مالي ملاتړ په موخه د تیلو په پلور کې ونډه درلوده.
د ایران په وړاندې د امریکا د اقتصادي انزوا عملیات د روان میلادي کال د اګست په ۲۴ نیټه پیل شوي او موخه یې د ایران د اسلامي جمهوري د عوایدو د لارو بندیدل، د نفتو له قاچاق سره مبارزه او د تروریستي فعالیتونو د مالي تامین څخه مخنیوی دی.
د نویو بندیزونو له مخې، د تحریم شویو کسانو شتمني د امریکا د صلاحیت په سیمو کې تړل کیږي او له هغوی سره اړوند مالي موسسات هم ښایي له مالي او تحریمي مجازاتو سره مخ شي.
فورم \ دبحث خونه