متحده ایالاتو د جمعې په ورځ په بیجینګ کې میشت د هکرانو په یوه ډله باندې بندیزونه لګولي چې د چین حکومت سره اړیکې لري او پرې یې تور لګولی چې دا ډله د متحده ایالاتو د حکومت "مهمې" زیربناوې په نښه کوي.
د متحده ایالاتو د مالیې وزارت وایي چې دوی د ټیکنالوژۍ د خوندیتوب ګروپ په نښه کړی دی، چې د ۲۰۲۱ راهیسې د متحده ایاالتو د ادارو په وړاندې چې اکثرا یې "مهم زیربنایي سکتورونه" دي، په ډیرو بریدونو کې یې همکاري کړې ده.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو میلر وویل چې د ټیکالوژۍ د خوندیتوب ګروپ "د چین د ولسي جمهوریت د حکومت لوی قراردادي و چې د دولتي امنیت له وزارت سره اړیکې لري."
میلر وویل هکران چې د ټیکنالوژۍ د خوندیتوب ګروپ لپاره کار کوي، "خصوصي سکتور یې د «فلیکس ټیفون» په نوم پیژني او د چین د ولسي جمهوریت د حکومت په لارښوونه کار کوي، په متحده ایالاتو او بهر کې مهمې زیربناوې په نښه کوي."
د ترهگرۍ او مالي استخباراتو لپاره د مالیې وزارت مرستیال براډلي سمېت وویل، "د مالیې وزارت به د ناوړه سایبري فعالینو او هغوی چې د دوی فعالیتونو ته یې زمینه برابره کړې ورسره د حساب کولو څخه ډډه ونکړي."
د جمعې د ورځې دا اعلان څو ورځې وروسته له هغه کیږي چې د امریکا کانګرس ته د یو استول شوي لیک له مخې چې د فرانس پرس اژانس لیدلی، د مالیې وزارت په کې ویلي چې د چین د دولت لخوا تمویل شوی لوبغاړی د سایبري سرغړونې تر شا و چې د دوی ځینې کاري سټیشنونو ته یې لاسرسی موندلی و.
یو کس چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، د سایبري امنیتي خدماتو د یوې دریمګړې ډلې سره جوړ جاړی کړې و او د مالیې وزارت د ویاند په وینا، توانیدلی و چې د مالیې وزارت کمپیوترونو او ځینې غیر محرمو اسنادو ته له لیرې لاسرسي ومومي.
د مالیې وزارت د جمعې په ورځ جنورۍ دریمه په خپل اعلان کې، ویلي چې "چینایي ناوړه سایبري فعالین" د "مالیې وزارت اړوند معلوماتي ټیکنالوژۍ په زیربناو" د وروستي برید مسؤل وو، خو د ټیکنالوژۍ د خوندیتوب شرکت یې ندی تورن کړی.
فورم \ دبحث خونه