د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په هغو شرکتونو بندیز ولګوه چې د ایران د نفتو غیر قانوني معاملات یې اسانه کول 


امریکا په ایراني شرکتونو بندیز ولګوه
امریکا په ایراني شرکتونو بندیز ولګوه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي شپږ هغه شرکتونه یې په نښه او بندیزونه پرې ولګول چې د ایران د نفتو غیر قانوني معاملو چارې به یې اسانه کولې.

د دغه وزارت د دوشنبې د ورځې اګست لومړی (زمری نهمه) په اعلامیې کې راغلي دي چې د مالیې وزارت د بهرنیو پانګو څانګې د هغو بهرنیو شرکتونو په اړه اقدام کړی چې د خلیج فارس پتروشیمي شرکت به ترې په اسیا او منځني ختیځ کې د میلیونونو ډالرو په ارزښت د ایران د نفتي او پتروشیمي محصولانو په برخه کې استفاده کوله.

د خلیج فارس پتروشیمي شرکت د ایران د پتروشیمي محصولاتو د نیمايي برخې مسول دی.

د امریکا د مالیې وزارت د ترهګرۍ او مالي‌ استخباراتو مرستیال براین نلسن ویلي‌ دي‌ چې د دغو اقداماتو سره سره امریکا به خپلې دپلوماتیکې هلې ځلې کوي چې له ایران سره د ۲۰۱۵ کال اتومي تړون ته بېرته وروګرځي.

نوموړي ‌ویلي‌ دي ‌تر څو پورې چې ایران دا تړون بشپړ تطبیق کړی نه وي، د نفتي او پتروشیمي محصولاتو په غیر قانوني پلورلو به یې بندیزونه په خپل ځای وي.

د امریکا د مالیې وزارت همدغه راز ویلي دي چې په یو بل اقدام کې دوه نور هغه شرکتونه هم په نښه او پېژندلي شوي‌ چې د ایران د نفتي او پتروشیمي محصولاتو په پیر، پلور، د هغوی لپاره په بازار موندنې او نورو اړوندو مسائیلو کې دخیل دي.

د دغو نویو اقداماتو څخه وروسته، د دغو شرکتونو ټولې پانګې او ملکیتونه چې په متحدو ایالتونو کې دي یا د امریکایانو په واک دي، باید بند کړل شي او په اړه یې باید د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو پانګو ادارې ته دې خبر ورکړل شي.

همدغه راز ټولو امریکایانو ته سپارښتنه شوې ده چې له دغو شرکتونو سره له معاملې کولو ډډه وکړي او خبرداری یې ورکړی که هر چا یا ادارې له دغو شرکتونو سره معامله وکړه، بندیز به پرې ولګول شي.

XS
SM
MD
LG