د لاس رسي وړ اتصالات

ایټالیا د سلګونو افغان مهاجرو د انتقال لپاره بشري دهلیز پرانیست 


له افغانستان څخه د افغانانو د انتقال پروګرام
له افغانستان څخه د افغانانو د انتقال پروګرام

د ایټالیا حکومت وایي چې له ځینو نورو ډلو سره یې یو ځای د افغانانو د انتقال لپاره یې نوی بشري دهلیز پرانیستی دی.

د ایټالیا د چارواکو په وینا د دغه دهلیز له لارې به ۳۰۰ افغانان ایټالیا ته انتقالېږي‌ چې پدې لړ کې تېره ورځ نهه افغانان له ایران څخه روم ته ورسېدل.

چارواکي‌ وايي‌ چې ۲۰۰ نور به یې له اسلام اباد څخه او درېیمه ډله به یې د پنجشنبې په ورځ له تهران څخه ایټالیا ته رسېږي.

د اسوشیتډپرس خبري ‌اژانس د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت د مقاماتو له خولې لیکلي‌ چې ددې هېواد حکومت هوډ لري چې د دغه دهلیز له لارې به له ایران، پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو څخه ۱۲۰۰ افغانان ایټالیا ته انتقالوي‌ خو ښځو او ماشومانو ته به په کې لومړیتوب ورکوي.

دا هغه افغانان دي چې د مقاماتو په وینا د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته له افغانستان څخه وتل غواړي او ویره لري چې د طالبانو په نظام کې یې ژوند په خطر کې دی.

له افغانستان څخه د تخلیې د ماموریت په ترڅ کې څه باندې ۱۰۰زره افغانان،‌ چې د بهرنیو ځواکونو همکاران، ترجمانان، د مخکني حکومت پوځي او ملکي مقامات، خبریالان،‌ د مدني‌ټولنو فعالان او نور شامل دي، له افغانستان څخه واېستل شول او اکثریت یې امریکا ته انتقال کړل شوي‌ دي.

د ایټالیا حکومت وايي د دغه دهلیز جوړولو هدف دا دی چې له افغانستان څخه د امریکايي ‌ځواکونو تر وتلو وروسته «نورو کډوالو او تر تعقیب او شکنجې لاندې افغانانو ته د یوې ویاړلي او با امنه اینده احتمال» ورکړل شي.

په همدې حال کې ملګري‌ ملتونه وايي د روان کال له پي راهېسې تر دې دمه ۳۲۸۰ افغانان له قاچاقي لارو ایټالیا ته رسېدلي‌ دي.‌

د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان وايي چې د تېرې جمعې تر ورځې پورې ۸۱۲۱ افغانان د مدیترانې د بحیرې له لارې ایټالیا ته رسېدلي‌ دي، وايي دوی‌ خپل ژوند په خطر کې اچولی او دا ستونزمن سفر یې ګاللی دی.

XS
SM
MD
LG