د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: ایران ټوله سیمه د تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ کړې او باید د معترضینو غږ واوري


په ایران کې پراخې مطاهرې
په ایران کې پراخې مطاهرې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي د ایران اسلامپاله استبدادي رژیم په سیمه کې ګاونډې هېوادونه او د امریکا ګټې په تاوتریخوالي ګواښي. دا پداسې حال کې ده چې په هغه هیواد کې د دوو اوونیو راهیسې روان ملي پاڅون چې د څو لسیزو استبدادي مذهبي واکمنۍ د پای غوښتنه کوي، د رژیم په لاس په زور ځپل کیږي.

د پنجشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت د فارسۍ ژبې پخپلې ایکس پاڼې د یوې اعلامیې په خپرولو وویل:

«ایرانیانو د ازادۍ او عدالت خپل حق لپاره هر څه په خطر کې اچولي دي. د حکومت ځواب په پوره بې رحمۍ تاوتریخوالی و. او داسې چې ګواکي دا کافي نه وي، حکومت اوس د ګاونډیو هېوادونو او همدارنګه په سیمه کې د امریکا د ګټو او شتمنیو پر ضد هم د تاوتریخوالي ګواښ کوي.»

دا اعلامیه زیاتوي: «دا د ایران د رژیم د چلند تکراري حرکت دی: هغوی تل خبرې اترې پرېښي او تاوتریخوالی یې غوره کړی، که د ایران د ولس پر ضد وي او که د نړۍ پر ضد. د ایران مشران باید د تاوتریخوالي پر ځای د معترضینو غږ ته غوږ ونیسي.»

په داسې حال کې چې د ایران د رژیم له‌خوا پر انټرنېټ باندې لګول شوی بشپړ بندیز یوې اوونۍ ته نږدې کیږي، په هغه هیواد کې دننه د هغه پاڅون د وضعیت په اړه چې د ډسمبر پر ۲۸مه پیل شو او د رژیم له خوا د سخت ځواب سره مخ شوی، هیڅ کوم باوري معلومات نشته.

د مظاهره کونکو په وړاندې په کلک ځواب کې د ایراني امنیتي ځواکونو له‌خوا ډله‌ییزې وژنې او نیونې شاملې دي چې د نړیوالو بشري حقونو د بنسټونو او هغو ښاري خبریالانو له خوا ثبت شوي چې توانېدلي په وروستیو ورځو کې د انټرنېټ بندیز مات او ځینې راپورونه او انځورونه د بهر له نړۍ سره شریک کړي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې امریکا ته په ایران کې د «ډېرو مهمو سرچینو» له‌خوا خبر ورکړل شوی چې «د وژنو بهیر دریدلی دی» او د معترضینو د اعدامولو پلانونه «به عملي نه شي».

د اوونۍ په پیل کې، د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د فارسي ژبي پرایکس پاڼې باندې د عرفان سلطاني د قضیې په اړه معلومات شریک شوي و. سلطاني ۲۶ کلن ایرانی ځوان دی چې د وروستیو اعتراضونو پر مهال نیول شوی و. ویل شوي وو چې هغه له محاکمې پرته د مرګ په سزا محکوم شوی او ټاکل شوې وه د چهارشنبې په ورځ اعدام شي.

ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ، د ټروت سوشل پخپلې ټولنیزې شبکې کی د فاکس نیوز د یوه راپور سرلیک شریک کړ چې پکې لیکل شوي وو:«د ولسمشر ټرمپ د خبرداریو نه وروسته به، اوس نور ایراني مظاهره کونکي د مرګ په سزا نه محکومېږي. همدارنګه نور هم.»

ټرمپ د دې سرلیک په اړه وویل: «دا ښه خبر دی. هیله ده دوام ومومي!»

ټرمپ په تېره اوونۍ کې په پرله‌پسې ډول وویل چې که چېرې دغه رژیم دده خبرداری له پامه وغورځوي او سوله‌ییز لاریون کوونکي ووژني نو امریکا به د ایران د رژیم پر ضد پوځي اقدام نه هم دریغ ونه کړي.

د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ د چهارشنبې په ورځ د امریکا د تلویزیوني شبکې نیوزمکس سره په یوه مرکه کې وویل دا چې د رژیم مشران لسګونه میلیونه ډالره له هېواده بهر لېږدوي، د دې نښه ده چې رژیم تر فشار لاندې دی.

بېسنټ وویل: «موږ اوس ګورو چې هغوي له کښتۍ څخه تښتي . ځکه موږ وینو چې د ایران د مشرانو له‌خوا لسګونه میلیونه ډالر له هېواده بهر لېږدول کېږي، په پټه ایستل کېږي، نو هغوی بېړۍ پرېږدي. او موږ وینو چې دا پیسې د نړۍ بېلابېلو بانکونو او مالي بنسټونو ته رسېږي.»

هغه وویل چې د مالیې وزارت د ایران د رژیم د پیسو لېږد څاري، هم د عادي بانکي سیستم له لارې او هم د ډیجیټلي شتمنیو له لارې. هغه زیاته کړه: «موږ به دا شتمنۍ تعقیب کړو، او دوي به ونه کړای شي چې دا شتمنۍ وساتي.»

بېسینټ د نورو پریکړو په ترڅ کې چې د پنجشنبې په ورځ اعلان شول، وویل چې د مالیې وزارت پر هغو «کلیدي ایراني مشرانو بندیزونه لګوي چې د ایران د خلکو د وحشیانه ځپلو مسول ګڼل کیږي.»

د مالیې وزارت په یوه بیان کې وویل چې د پنجشنبې په ورځ د اعلان شویو بندیزونو په لړ کې وویل چې د ایراني امنیتي چارواکو پدې لست کې یو علي لاریجاني دی، چې د رژیم د ملي امنیت د عالي شورا منشي دی.

ه بیان کې ویل شوي چې لاریجاني د هغو لومړنیو ایراني مشرانو له ډلې و چې د ایران د خلکو د مشروع غوښتنو پر وړاندې یې د تاوتریخوالي غوښتنه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم یو بیان خپور کړ او ویې ویل چې د ایران پر بدنامه زندان فردیس بندیزونه لګوي، او هغه یې داسې ځای وباله چې ښځې پکې له «ظالمانه، غیرانساني او سپکوونکي چلند» سره مخ شوې دي.

د ټرمپ ادارې همدارنګه د اوو سترو صنعتي هېوادونو (G7) له نورو غړو سره یو ځای د پنجشنبې په ورځ رژیم ته خبرداری ورکړ، او ویې ویل چې که چېرې ایران د نړیوالو بشري حقونو د ژمنو خلاف د لاریونونو او مخالفتونو ځپلو ته دوام ورکړي نو دوی «چمتو دي نور محدودوونکي بندیزونه هم ولګوي.»

دا خبرداری د امریکا، بریتانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او جاپان د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډ بیان کې ورکړ شو.

په یوه غیرمعمولي اقدام کې، چې د سیمې د کړکېچ له زیاتېدو سره هم‌مهاله و، د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې د پنجشنبې د ورځې له سهاره مخکې د هوايي چلند لپاره څو خبرتیاوې خپرې کړې او د نامعلومو امنیتي اندېښنو له امله یې د څلورو ساعتونو لپاره د هېواد هوايي فضا وتړله.

دا خبرتیاوې د ورځې په ختمیدو پای ته ورسېدې او وروسته بیا د ایران له فضا څخه هوايي تګ راتګ بېرته پیل شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG