د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ایتوپیا د ټیګرې په سیمه کې د ظلمونو په راپورونو اندیښنه وښوده


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي د ایتوپیا د ټیګرې په سیمه کې د ظلمونو په راپورونو چې د قوم پر اساس کیږي، ژوره اندیښنه لري.

د وزارت ویاند نیډ پرایس جمعه اپریل ۸ (وري۱۹) په یوې اعلامیې کې ویلي، "مونږ په خورا اندیښنې خبر یو چې په ایتوپیا کې زرګونه ټیګاریان د راپورونو پر اساس پخپل سري توګه بندیان شوي او د ټیګرې په غرب کې پداسې شرایطو کې ساتل کیږي چې د مرګ د خطر سره مخ دي".

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې او د بخښنې نړیوال سازمان هم په تحقیقاتو کې معلومه کړې چې د ایتوپیا د ټیګرې په سیمه کې تشدد د سیمې څخه د یو قوم د شړلو معنی لري.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې د بشري حقونو د دغو لوړو ادارو راپور ته په غبرګون کې ویل شوي چې "متحده ایالات پدې هکله ژوره اندیښنه لري".

د بشري حقونو د ادارو په راپور کې د امهارا د سیمې د ځواکونو چې حکومتي سرتیري او د ملیشو ډلې یې ملاتړ کوي، د ځورونې پیښې راټولې شوې. په راپور کې ویل شوي چې دغو ځواکونو د ایتوپیا د ټیګرې سیمې څخه سل ګونه عام خلک د کورونو څخه په زور ایستل شوي، جنسي تشدد پرې شوی، مرستې ورته ندې ورکړل شوي او په غیرې قانوني توګه وژل شوي.

په راپور کې همدرانګه معلومه شوې چې امنیتي ځواکونو په ډله ایزه توګه جنسي تیري کړي او د ټیګرې په لویدیځه برخه کې بندیان د بند پر وخت مړه شوي.

د ملګرو ملتونو تحقیق کوونکو ویلي چې په لویدیځ ټیګري کې یې د څه باندې ۴ سوو کسانو سره چې د دې سیمې اوسیدونکي دي، مرکې کړي او معلومات یې د همدې کسانو د خولې تر لاسه کړي.

خو بل پلو بیا د ایتوپیا حکومت ویلي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې او د بخښنې د نړیوال سازمان راپور به په دقیقه توګه وګوري خو تر څنګ یې دا انتقاد هم کړی چې دا راپور په یو اړخیزه توګه لیکل شوی.

په ټیګرې کې شخړه د ۲۰۲۰ کال په پای کې د ایتوپیا د فدرالي حکومت او یوې سیمه ایزې نظامې قوې تر منځ چې د (ولس د آزادۍ جبهه) نومیږي، پیل شوه خو وروسته دا شخړه په کورنۍ جګړې واوښته.

د جګړو له کبله شاوخوا ۲ ملیون کسان مېنو پریښودو ته اړ شوي.

متحده ایالاتو په سمدستي توګه د ټیګرې په لویدیځ کې د بندیانو د خوشې کیدو غوښتنه کړې او غوښتنه یې کړي چې نړیوالو څارونکو ته اجازه ورکړل شي چې دغه توقیف خانې وګوري.

XS
SM
MD
LG