د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وایي د هرمز په تنگي کې یې د ایران ډرون الوتکه ویشتلې


امریکا وایي د هغوي سمندري بیړۍ د هرمز په تنگي کې د ایران ډرون الوتکه ویشتلې ده.

امریکا وایي د ډرون الوتکه یې د هغوي سمندري بیړۍ ته د گواښ پیښولو له کبله په نښه کړه خو ایران وایي چې هغوي پدی اړه هیڅ معلومات نه لري.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي دي چې د ایران یو ډرون الوتکه یې د هغې نه وروسته وویشله چې د هرمز په تنگي کې د امریکا بیړۍ ته زر میتره نژدی راغلي وه او د څو ځله خبرداریو باوجود په شا نه شوه.

دا د ایران او امریکا ترمنځ په خلیج کې د رامنځته شوي جنجال په اړه د تر ټولو وروستۍ پیښه ده.

ولسمشر ټرمپ وویل: "دا د ایران د پاروونکي فعالیتونو چې په نړیوالو اوبو یې ترسره کوي، د تر ټولو وروستی اقدام دی. امریکا د خپلو کارکوونکو او گټو د حفاطت حق لري."

ولسمشر ټرمپ وویل چې هغوي د ایران ډرون سمدستي ویشتلي ده.

د ایران د بهرنو چارو وزیر محمد جواد ظریف خبریالانو ته وویل چې هغوي پدی اړه هیڅ ډول معلومات لري.

XS
SM
MD
LG