د لاس رسي وړ اتصالات

ایران خطرناکه لوبه پیل کړې - امریکایي چارواکی


جیم ریچ د متحدو ایالتونو په سنا کې د بهرنیو اړیکو د کمټې مشر دی
جیم ریچ د متحدو ایالتونو په سنا کې د بهرنیو اړیکو د کمټې مشر دی

د متحدو ایالتونو د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر جیم ریچ د ایران د چال چلند په اړه خبرداری ورکړی دی.

ښاغلي ریچ د امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې "ایران یوه خطرناکه لوبه پیل کړې ده" چې ښايي بد عواقب به ولري.

نوموړي وویل " ایران زموږ زغم ازمايي. هغوې یوې خطرناکې لوبې ته لاس اچولی دی. زما اندېښنه دا ده چې ایران ښايي یوه غلطه پرېکړه او غلطه محاسبه وکړي."

هغه زیاته کړه "زه چې هر څومره پر دغه ټکي ټېنګار وکړم، بیا هم کم دی: دایران رژیم باید د دغه ولسمشر زغم او حوصله د هغه کمزوري ونه ګڼي ."

دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې څو ورځې مخکې ایران د متحدو ایالتونو یو بې پیلوټه الوتکه ووېشتله او دې کار د دواړو هېوادونو اړیکې لا پسې خرابې کړې.

د دغې پیښې په غبرګون کې د امریکا د جوابي حملې په اړه ولسمشر ټرمپ دا خبره هم کړې وه چې د ایران په دریو پوځي هدفونو باندې یې د برید لارښوونه کړې وه خو په وروستیو شېبو کې یې نظر بدل کړ.

په همدې حال کې د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر وایي که اړتیا وه، ټرمپ به پر ایران د برید څخه ډډه ونکړي. هغه وویل "دا ولسمشر کمزوری سړی نه دی. هغوی (ایران) له دونالډ ټرمپ سره مخامخ دي او زموږ له نورو ولسمشرانو سره سر او کار نلري. هغه (ټرمپ) د امریکا، د امریکایانو، د امریکا د ګټو او امریکا د متحدینو د ساتلو ته ژمن دی"

په همدې حال کې امریکا د فارس په خلیج کې خپل پوځي حضور زیات کړی دی او له ایران سره یې د ممکنه ټکر له کبله یې په قطر کې د امریکا یوې پوځي اډې ته خپلې بي-۵۴ الوتکې هم استولي دي.

XS
SM
MD
LG