د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وایي غزې کې د ډله ایزو قبرونو په هکله راپورونه 'ځورونکي" دي


فلسطیني چارواکو همدارنګه ویلي چې د اسرائیلي ځواکونو د عملیاتو څخه وروسته د الشفا په روغتون کې هم مړي موندل شویدي.
فلسطیني چارواکو همدارنګه ویلي چې د اسرائیلي ځواکونو د عملیاتو څخه وروسته د الشفا په روغتون کې هم مړي موندل شویدي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت سه شنبه اپریل ۲۳ ( غوايي ۴) وویل چې په غزې کې د ډله ایزو قبرونو پیدا کیدل "ځورونکي" دي.

د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې وروسته تر هغې وکړلې چې فلسطیني چارواکو وویل په روانې اوونۍ کې یې د خان یونس ښار د ناصر په روغتون کې سلګونه جسدونه پیدا کړل چې په ډله ایز قبر کې اچول شوي و.

فلسطیني چارواکو همدارنګه ویلي چې د اسرائیلي ځواکونو د عملیاتو څخه وروسته د الشفا په روغتون کې هم مړي موندل شویدي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ولف تُرک هم ویلي و چې د غزې په روغتونو کې د ډله ایزو قبرونو پیدا کیدو په هکله په راپورونو "ترهیدلی" دی.

فلسطینیانو دا ندي ویلي چې دا کسان څه وخت او څنګه وژل شوي خو د اسرائیل پوځ بیا د فلسطین دا ادعاوې "بې بنسټه" بللې چې ویلي یې دي دا کسان د اسرائیل دفاعي ځواکونو خښ کړیدي.

د اسرائیل پوځ ویلي دا جسدونه پخوا فلسطینیانو د ناصر روغتون سره نږدې خښ کړي و او دفاعي ځواکونو هغه وخت وموندل چې د برمته شویو کسانو پسې ګرځیدل. پوځ ویلي چې دا کسان د معاینې څخه وروسته بیرته په هماغو ځایونو کې خښ کړیدي.

د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې د دې کسانو معاینات په "احتیاط او ځانګړو ځایونو کې" کې شوي چې د استخباراتو ادارې ویلي و ښایي برمته شوي اسرائلیان به پکې وي.

د پوځ په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې معاینات مړو شویو کسانو ته په درناوي او "وقار" سره شویدي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ ویاندې راوینا شامداساني ویلي چې دا سازمان په قبرونو کې د ګڼ شمیر مړیو په پیدا کیدو اندیښمن دي.

میرمن شامداساني ویلي چې د ځینو کسانو لاسونه تړل شوي و چې د نړیوالو بشري حقونو او بشریت نړیوال قانون څخه جدي سرغړونه ده.

د بشري حقونو ویاندې زیاته کړه چې د دې موضوع په هکله باید لا نورې پلټنې وشي.

شامداساني ویلي چې د دې راپورونو په هکله د فلسطیني چارواکو سره په ګډه کار کوي. په راپورونو کې ویل شوي چې په خښو شویو کې میرمنې او د پاخه عمر سړي هم شامل دي.

د اسرائیل – حماس تر منځ جګړه د اکټوبر په اوومه د حماس او نورو اورپکو ډلو لخوا د اسرائیل په جنوب د بې ساري برید وروسته وشوه چې په کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول چې اکثر یې ملکي وګړي وو او د حماس اورپکو شاوخوا ۲۵۰ تنه یرغمل او غزې ته یې بوتلل.

اسرائیل وايي، په غزه کې شاوخوا ۱۳۰ یرغمل پاتې دي، که څه هم تر اوسه د ۳۰ تنو د وژل کېدو پخلی شوی، چې یا د اکتوبر په اوومه وژل شوي او یا هم په بند کې مړه شوي دي.

د غزې روغتیا وزارت ویلي، د وروستیو شمیرو له مخې د اسرائیل او حماس په جګړه کې د وژل شویو فلسطینیانو مجموعي شمېر لږ تر لږه ۳۴۰۴۹ تنه او د ټپیانو شمېر ۷۶۹۰۱ ته رسېدلی دی. د حماس تر کنترول لاندې روغتیایی مقامات ددغو تلفاتو لږترلږه دوه پر دریمه برخه ماشومان او ښځې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG