د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پوځ وايي په سومالیا کې یې د الشباب جنګیالي وژلي 


په سومالیا کې امریکایي ځواکونه
په سومالیا کې امریکایي ځواکونه

د متحده ایالاتو پوځ ویلي چې د سومالیا په جنوب لرې پرته سیمه کې یې په یو هوایي برید کې د الشباب سخت دریځه ډلې دوه جنګیالي وژلي دي.

د افریقا لپاره د متحده ایالاتو د پوځ قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوې ویلي دي چې دغه برید د سړمالیا لیبیکوس ته نژدې په ښکتني جوبا سیمه کې شوی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه اقدام وروسته له هغه وشو چې په سیمه کې د امریکا پر شریکو ځواکونو برید وشو او زیاتوي چې «هیڅ ملکي وګړی په برید کې وژل شوی او یا ټپي شوی ندی.»

په اعلامیه کې د الشباب د هغه برید په اړه جزییات ندي ذکر شوي چې په غبرګون کې یې دغه هوایي برید شوی دی.

د القاعده شبکې اړونده د الشباب جهادي ډله د یوې لسیزې راهیسې په سومالیا کې مرګوني بریدونه کوي او د افریقایي اتحاد د اوږدمهاله پوځي عملیاتو سره سره دا ډله سیمې ته یو لوی ګواښ پاته شوی دی.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د مۍ په میاشت کې په سومالیا کې د امریکایي ځواکونو د بیا شتون امر وکړ چې محلي مقاماتو سره د الشباب پر ضد عملیات وکړي او پدې توګه یې د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د پخواني ولسمشر دونالډ ترمپ تصمیم بیرته وګرځاوه.

ښاغلي بایډن دا اعلان لږ وروسته له هغې وکړ چې حسن شیخ محمد د افریقا د خاښ د نوي ولسمشر په توګه ټاکنې وګټلې.

د الشباب جنګیالي په ۲۰۱۱ کې د افریقایي اتحاد ځواکونو له موګادیشو څخه وشړل، خو بیا هم دغه ډله د سومالیا ځنې برخې تر کنترول لاندې لري او په پرله پسې توګه په ملکي او پوځي اهدافو باندې بریدونه کوي.

د یکشنبې په ورځ د سومالیا په پلازمینه کې یوه موټر بمي چاودنه وشوه چې مسولیت یې الشباب په غاړه واخیست او پنځه تنه په کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG