د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي جنرالان: له افغانستان او سومالیا څخه وتلو د ترهګرۍ سره مبارزه ستونزمنه کړې


جګپوړو امریکایي قومندانانو د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۵ (کب ۲۴) د متحدو ایالتونو کانګرس ته وویل چې تیر کال په بشپړ ډول له افغانستان او سومالیا څخه د امریکایي ځواکونو ایستلو واشنګټن ته د ترهګرو ډلو په وړاندې مبارزه ډیره ستونزمنه کړې ده.

دغو نظامي قومندانانو زیاته کړه چې روسیه او چین دواړه غواړي په منځني ختیځ او افریقا کې خپل نفوذ زیات کړي او مسکو اوسمهال ډیر "جدي تهدید" ګڼل کیږي.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال فرانک مکنزي د سنا مجلس په جلسه کې وویل دوی د تیر کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه تر وتلو وروسته په هغه هیواد کې د اسلامي‌ دولت یا داعش په وړاندې کوم هوایي برید ندی کړی.

نوموړي وویل دغې اورپکې ډلې د امریکا له وتلو وروسته وده کړې او د دوامداره پراختیا په اړه یې اندیښنې موجودې دي. ښاغلي مکنزي څرګنده کړه داعش په افغانستان کې د پام وړ بریدونه کړي دي او اوس هم ددې هڅه کوي چې پر امریکا او متحدینو یې برید وکړي.

دغه جګپوړي امریکایي جنرال زیاته کړه، طالبان چې تیر کال یې ټول افغانستان ونیو، هڅه کوي چې د داعش په وړاندې مبارزه وکړي. خو نوموړي څرګنده کړه دا د طالبانو لپاره ډیره ستونزمنه ده چې په هغه هیواد کې د القاعده پاتې شوني له منځه یوسي ځکه چې دواړه ډلې له ډیره وخته سره نږدې روابط لري.

مکنزي وویل، د ترهګرۍ ضد دوامداره حضور پرته، اورپکي د بریدونو د چمتوالي لپاره ډیر وخت او فضا لري. نوموړي وویل دوامداره نظامي حضور دا ډلې له ودې، تمرینونو، او پلان نیونو څخه منع کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ښاغلي مکنزي د خبرو په غبرګون کې امریکا غږ ته وویل چې داعش په افغانستان کې بیخي ختم شوی او د هغه په خبره هېڅ ډول فزیکي حضور نلري. نوموړي تور ولګوه چې ښاغلی مکنزی دا ډول څرګندونې د دې لپاره کوي چې په افغانستان کې د هغه په خبره د داعش حضور ډېر وښيي.

افریقا کې تهدیدونه

په افریقا کې د امریکایي ځواکونو قومندان جنرال ستیفن ټاونسنډ وویل سومالیا ته په دوره یي شکل د امریکایي ځواکونو د ټیمونو استول اغیزناک او ګټور ندي او امریکایي ځواکونه له لوی خطر سره مخ کوي.

جنرال ټاونسنډ د امریکا د سنا مجلس د وسله والو خدمتونو کمیټې ته وویل: "زما په نظر، ښه داده چې په دې ځای کې پاتې شو. موږ ممکن په شاه شو."

نوموړي‌ زیاته کړه، ماموریت ته د ځواکونو تګ راتګ نوې ننګونې راپیدا کړي دي او دفاع وزیر لائیډ آسټن د بدلونونو ارزونه کوي.

د امریکا پخواني‌ جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د خپل کار په وروستیو اقداماتو کې په بشپړ ډول له سومالیا څخه د شاوخوا ۷۰۰ امریکایي سرتیرو د وتلو امر وکړ.

په داسې حال کې چې ښاغلي مکنزي ټینګار وکړ چې په منځني ختیځ کې د هغه ستر لومړیتوب د ایران له بدو فعالیتونو سره مقابله ده، دوی دواړو وویل چې هم روسیه او هم چین د افریقا په سیمه کې د خپل اقتصادي او نظامي حضور د پراخیدو هڅه کوي.

دغو جګپوړي امریکایي جنرالانو وویل، په داسې حال کې چې امریکا خپل پوځیان باسي، دواړه هیوادونه چین او روسیه د امریکا په نشتون کې پانګونه کوي.

ښاغلي مکنزي په یو بل مورد کې وویل امریکا اوسمهال ویني چې ډیرې وړې سوریه یي ډلې هڅه کوي له روسیې د جګړې سره د مرستې په هدف اوکراین ته ولاړې شي. هغه وویل دا اوسمهال ډیر کم شمیر دی.

XS
SM
MD
LG