د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: طالبانو ته مو ویلي و که د زور د لارې واک تر لاسه کړي، غیرې بشري مرستې به بندې شې


طالبانو په یو لیک کې د امریکا د کانګریس نه د کنګل شویو شتمنیود خلاصولو غوښتنه کړې وه.
طالبانو په یو لیک کې د امریکا د کانګریس نه د کنګل شویو شتمنیود خلاصولو غوښتنه کړې وه.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس ویسټ وایي واشنګټن د مخکې نه طالبانو واضح کړي وه که په افغانستان د مخکني حکومت سره د خبرو پر ځای د زور د لارې واک تر لاسه کړي، غیرې بشري مرستې به پرې بندې شي .

ښاغلي ویسټ ویلي چې "همداسې وشو".

هغه لیکلي، "مشروعیت او ملاتړ باید د ترهګرۍ سره د مبارزې، ټولشموله حکومت جوړولو، د اقلیتونو، میرمنو او نجونو حقونو ته د درناوي او په برابره توګه تعلیم او کار کولو ته د لاسرسي په ورکولو وګټل شي".

د امریکا ځانګړي استازي په اعلامیې کې همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د راتګ نه وړاندې هم د کالونو وچکالۍ او کویډ-۱۹ بیمارۍ له کبله اقتصادي او بشري ستونزې وې او زیاته یې کړ چې امریکا به د افغانستان د ولس سره خپلې مرستې روانې ساتې.

هغه ویلي، " د افغانستان د ولس سره به د متحده ایالاتو بشري مرستې ادامه ولري. ۴۷۴ میلیونه ډالر مرستې سږ کال شویدي".

دې امریکایي چارواکي همدارنګه ویلي چې واشنګټن په افغانستان کې د ژمي په موسم کې د مرستو په رسولو کې د ملګرو ملتونو او بشري مرستې کونکو سره هر ډول همکاري کوي.

تامس ویسټ ویلي چې د طالبانو سره به ښکاره او ریښتینې دیپلوماسي پالي.ښاغلي تامس ویلي که طالبان د شتمنیو خلاصیدل غواړي لومړی باید مشرعیت وګټي.

طالبانو د چارشنبې په ورځ د متحده ایالاتو کانګریس ته په یو پرانیستې لیک کې د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شویو شتمنیو د خلاصید غوښتنه وکړله.

واشنګټن د افغانستان د مرکزي بانک تقریباً ۹.۵ میلیارد ډالره شتمني وروسته تر هغه کنګل کړله چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ. د طالبانو حکومت څو میاشتې کیږي چې مامورینو ته یې تنخواګانې ندي ورکړي او د مالیې وزارت هم د وارداتو لپاره پیسې نلري.

XS
SM
MD
LG