د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي امنیتي چارواکو سخت امنیتي ترتیبات نیولي دي


امریکايي امنیتي چارواکو سخت امنیتي ترتیبات نیولي دي
امریکايي امنیتي چارواکو سخت امنیتي ترتیبات نیولي دي

دامرېکا دترهگرۍ ضد چارواکي دهغه څه تحقېقات کوي چې دوي ورته باوري خو نه تصدېق سوی خطر وايی. دترهگرۍ دغه خطر پرامرېکا باندې، د سپتمبردېوولسمې نېټې دترهگرۍ د برېدونو، له لسمې کلېزې سره سمون خوري.

چارواکي وايی چې دپنجشنبی په ورځ هغوي ته داسي معلومات په لاس ورغلل چې داترېنه څرگندېدله چې دباور وړ خطر ښايیي په واشنگټن او نېوېارک باندی تمرکزوکړي. چارواکي وايی چې دوي شک لري چې درې کسان چې په هغوي کې ېو د امرېکا تبعه هم شامل دی داگست په مېاشت کې امرېکا ته داخل شوېدي. هغوی دانېت لري چې د موټر بم په واسطه ېو برېد وکړي.

د پنجشنبی په ورځ ناوخته دنېوېارک ښاروال ماېکل بلوم برگ ووېل چې په دې ښار کې د ترهگری دخطر د کچی په وړاندې دامنېتي چمتو والي کچه لوړه کړی شوېده چې دهرډول خطر ځواب ته چمتو وي.

ددې خطر سره سره ښاروال بلوم برگ دنېوېارک خلک دېته وهڅول چې خپل ورځني ژوند ته ادامه ورکړي.

دنېوېارک د فېدرالي تحقېقاتود ادارې رئېسی له دېنه انکار وکړ چې په دې برخه کې په کومه خاصه ډله گوته کېږدی چې ددغه خطر ترشا به وي، خو هغې ووېل چې هغه معلومات چې پر اسامه بن لادن باندي د می د مېاشتی د چپاو په وخت کې راټول شوی و دا څرگندوي چې دالقاعده په څېر ډله دخاصو نېټوسره د لچسپي لري.

دواشنگټن ښاروال وېنسېنټ گرې Vincent Gray د ښار د امنیتي چارواکو او د فېدرالی ادارو سره په گډه کار کوي چې له دغه خطر سره مقابله وکړي. هغه دخاصو او تفصېلي معلوماتو له ورکولو نه ډډه وکړله خو د واشنگټن ډي سي خلک ېې دېته وهڅول چې بېدار واوسي. د نېوېارک او واشنگټن ډي سي، دواړو ښاروالانو ووېل چې ددغه خطر موجودېت به د سپتمبر د 11 می نېټی دلمانځنی مراسم ونه ځنډوي.

په عېن حال کې، سپېنې ماڼۍ ووېل چې جمهوررئېس براک اوباما ته په پرله پسي ډول ددغه خطر په برخه کې تازه معلومات ورکول کېږي.

دسپېنې ماڼۍ ېوه چارواکي خبرېالانو ته ووېل چې جمهوررئېس براک اوباما د ترهگرۍ ضد چارواکېو نه غوښتنه کړېده چې خپلې هڅې دوه چنده کړي چې امرېکا له برېدونو نه وساتي.

په ېوه جلا خبر کې، د پنجشنبی په ورځ، دملي امنېت د چارو وزېرې جانېټ ناپولېتانو ووېل داستخباراتو چارواکیو په دې تازه وختونو کې د ترهگرانو په وېب پاڼؤ کې ډېرې مکالمی را اخېستی دي. هغی زېاته کړله چې امرېکا هرډول خبرو ته جدي پاملرنه کوي.

چارواکي وايی داخطر لاتصدېق شوې ندی خو په تحقېقاتو ېې لگېا دي. دترهگرۍ ضد چارواکي په دې هم غور کوي چې ځايی پولېسو ته معلومات ورکړي چې هغوی په څه پسي وگوری او اېا دا معلومات عامو خلکو ته ورکړي او که نه. حکومت په دې غور کوي چې دترهگری د خطر کچه لوړه کړی اوکه نه.

ددی اونۍ په سر کې دامرېکا حکومت په داخلي نظامی اډو کې د چمتووالی او مواظبت کچه لوړه کړله.

XS
SM
MD
LG