د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان څخه د عسکرو د وتلو په هکله د امریکا امنیتي تدابیر


امریکا په افغانستان کې شاوخوا ۲۵۰۰ عسکر لري.
امریکا په افغانستان کې شاوخوا ۲۵۰۰ عسکر لري.

د امریکا د دفاع وزارت وایي د افغانستان نه د عسکرو د ایستلو لپاره یې د خوندیتوب اوامنیت لازم تدابیر نیولي دي.

وزارت ویلي پدې اقداماتو کې په سیمه کې د آیزنهاور په نامه د الوتکې انتقالوونکې کښتۍ د وخت تمدید او د لیرې واټن ویشتونکې الوتکې لیږل شامل دي.

د دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي چې دوه بي۵۲ جنګي الوتکې وار د مخه په سیمې کې ځای پر ځای شوي چې د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د وتلو پر مهال امنیت تامین کاندي.

ښاغلي کربي ویلي چې ددې تدابیرو هدف د امنیت د تامین تر څنګ په عملي او لوژستیکي توګه د افغانستان نه د امریکایي عسکرو او نظامي تجهیزاتو د لیږد سره مرسته کول دي.

جان کربي ویلي، " مونږ غواړو چې دا پروګرام په خوندي، منظم او سنجول شوې طریقې ترسره شي. مونږ غواړو جنرال میلر ته بیلابیلې لارې چارې برابرې کړو او دا یقیني کړو چې زمونږ او د متحدینو عسکرو مو د وتلو پر مهال خوندي وي. "

د دفاع وزارت همدارنګه ویلي چې ښایي د افغانستان نه خپل ټول نظامي تجهیزات امریکا ته رانه وړي.

د وزارت ویاند جان کربي ویلي چې ښایي ځیني تجهیزات تر کتل کیدو او جوړیدو وروسته په سیمه کې نورو ځایونو ته یوړل شي، ځیني به یې د افغانستان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي او ځینې به یې له منځه یوړل شي.

د افغانستان حکومت هم تائید کړې چې بهرني ځواکونه به خپل یو شمیر تجهیزات هغوي ته ور پریږدي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حمد الله محب نن شنبه، اپریل ۲۴ (غويي۴) ویلي چې د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د بهرنیو ځواکونو نظامي تجهیزات افغان امنیتي ځواکونو ته سپارل کیږي.

اوس مهال شاوخوا ۲۵۰۰ امریکایي او ۷ زره د ناټو عسکر په افغانستان کې دیره دي چې د سپنې ماڼۍ د پلان له مخې دا ټول عسکر به د همدې کال د سپټمبر د میاشتې تر ۱۱ مې راووځي.

XS
SM
MD
LG