د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو ته د یو میلیارد ډالرو په ارزښت تجهیزات سپارل کیږي ـ محب


د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په وینا افغان هوايي ځواک هم پر خپلو پښو درېدوته نژدی شوی دی.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په وینا افغان هوايي ځواک هم پر خپلو پښو درېدوته نژدی شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي افغان ځواکونو ته د یو میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات سپارل کیږي.

نوموړي نن شنبه اپرېل ۲۴(غويي ۴) خبریالانو ته وویل چې یاد پوځي تجهیزات په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو دي چې د انتقال مرحلې پر مهال به افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

"هغه ټول افغان امنیتي ځواکونو ته ورکوي، بل ځينې اوازې که دباندې خلک وايي، یو تعداد هغه شیان چې کباړ شوي دي، هغه ایستل کیږي او هغه خرڅېږي، ځکه هغه کباړ دي او زموږ هم نه دي پکار چې قول اردګان له کباړو نه ډک کړو، ولې نور تجهیزات چې څه ورسره دي، دلته دي او قابل د انتقال دي، هغه ټول افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په تعداد د یو میلیارد ډالرو تجهیزات سپارل کیږي، د همدې انتقال په دوره کې."

محب همدارنګه زیاته کړه چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به هم له افغان ځواکونو سره د هغوی مالي او تخنیکي مرستې دوام ولري.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په وینا افغان هوايي ځواک هم پر خپلو پښو درېدو ته نژدی شوی دی.

ښاغلي محب وویل چې افغان حکومت په هوايي برخه کې پرتې تشې تر ډېره حده ډکې کړي چې په وینان یې پاتې تشې به هم د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې ډکې شي.

نوموړي وویل: "فعلاً موږ خپل او د افغانستان د خلکو په خدمت کې ۱۶۳ باله طیارې لرو،تقریباً په ټول افغانستان کې زموږ ستونزې هواروي. دا بېلابېلې طیارې دي."

یاد کنفرانس ته د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست یاسین ضیاء هم وویل چې اوس مهال یوازې په بلخ او کابل کې د ناټو پوځي اډې شتون لري او په وینا یې په نورو ټولو ولایتونو کې د ناټو لوی او واړه مرکزونه افغان ځواکونو ته سپارل شوي دي.

دا څرګندونې په داسې وخت کېږي چې ټاکل شوې امریکا او ناټو د راتلونکې مۍ میاشتې په لومړۍ نېټې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو بهیر پیل او د سپټمبر تر ۱۱ پای ته ورسوي.

دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۵۰۰بهرني عسکر حضور لري چې له افغان ځواکونو سره د روزنې، سلامشورو او تجهیز په برخو کې همکاري کوي او په ځینو عملیاتو کې له افغان ځواکونو څخه هوايي ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG