د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سنا طالبانو ته د بهرنیو مرستو د رسېدو د مخنیوي طرحه تائيد کړه

د امریکا د متحدو ایالتونو د سنا د بهرنیو اړیکو کمیټې د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۹) "ترهګرو ته د امریکایي مالیه ورکوونکو د پیسو د نه ورکولو قانون" طرحه تائید کړه.

دا طرحه متحدو ایالتونو ته لارښونه کوي چې د بهرنیو حکومتونو او غیردولتي سازمانو له لوري د طالبانو لپاره له مالي او مادي ملاتړ سره مخالفت وکړي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مکلف کوي چې د دې ډول مرستو په وړاندې یوه ستراتیژي جوړه کړي، چې د مرستو د کانالونو له لارې طالبانو ته د امریکایي مالیه ورکوونکو د پیسو د غیرمستقیمې ورکړې مخه ونیول وشي.

"ترهګرو ته د امریکایي مالیه ورکوونکو د پیسو د نه ورکولو قانون" طرحه په ۲۰۲۵ کې د جمهوري غوښتونکي سناتور، تېم شیهي، او یوشمېر نورو امریکایي سناتورانو له لورې وړاندیز شوې وه.

سناتور شیهي په یوې اعلامیې کې ویلي چې "هېڅ توجیه کیداي نشي چې د امریکایي مالیه ورکوونکو یو ډالر هم د هغو ترهګرو لاس ته ورسي چې په ښکاره 'مرګ په امریکا' شعار ورکوي".

سناتور شیهي د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحدو ایالتونو د ځانګړي مفتش (سیګار) د ۲۰۲۵کال راپور ته اشاره کړې چې، د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واکمنېدو ورسته، نږدې ۱۱میلیارد ډالر له افغانستان سره مرسته شوې چې له دې څخه یې تقریبآ څلور میلیارد یې د امریکایي مالیه ورکوونکو پیسې وې.

د تېم شيهي په اعلامیې کې راغلي چې د اټکلونو په اساس، د دې پیسو شاوخوا ۷۰سلنه یې د طالبانو لاس ته ورغلي.

په ورته وخت کې د متحدو ایالتونو سنا د نړیوالې کمیټې مشر، جېم رېش، په یوې اعلامیې کې وویل: "دا طرحه به مرسته وکړي چې په افغانستان کې د طالبانو په څېر ترهګرو سازمانونو ته حتی یو امریکایي ډالرهم ونه رسیږي."

سناتور رېش زیاته کړې: "امریکایي پوځیانو کلونه کلونه له طالبانو سره جګړه وکړه. په افغانستان کې له ۲۰۰۰ څخه ډیر امریکایان ووژل شول، او له ۲۰زرو څخه ډیر ټپیان شول. دا به د دغو پخوانیو سرتېرو او د هغوی د کورنیو په مخ څپېړه وي چې زموږ د مالیه ورکوونکو پیسې، دې قاتل رژیم ته ور روانې وې."

وروسته له هغې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دویم ځل په متحدو ایالتونو کې واک ته ورسېد، د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې افغانستان ته مستقیمې مرستې ودرولې، خو د بهرنیو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو بشري مرستو – چې یو شمېر یې د متحده ایالتونو له خوا تمویلیږي – افغانستان ته دوام وموند.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG