د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي سناتورانو د سلګونو روسي دیپلوماتانو د ایستلو غوښتنه کړې


یو شمیر جګپوړو امریکایي سناتورانو د سه شنبې په ورځ اکټوبر ۵ تلې (تلې ۱۳) پر جمهور رئیس بایډن غږ کړی دی چې که مسکو د امریکا د سفارت لپاره ډیرې ویزې صادرې نکړي، د هغه هیواد تر ۳۰۰ پورې دیپلوماتانو پر ایستلو دې غور وکړي.

امریکا وروسته له هغه اعتراض وکړ چې مسکو د اګست په لومړۍ نیټه د سفارتونو له خوا د روسي او د دریمو هیوادونو د کارکوونکو د ګمارلو مخه ونیوله او په دې کار سره واشنګټن مجبور شو چې په ټوله روسیه کې د خپلو ماموریتونو کابو ۲۰۰ کارکوونکي رخصت کړي.

دوو جمهوري غوښتونکو او دوو دیموکراتو سناتورانو د امریکا جمهور رئیس جوبایډن ته د یوه لیک په استولو سره ویلي دي چې روسیه له ډیره وخته د امریکایي دیپلوماتانو د شمیرنې پرمهال سیمه ایز کارکوونکي هم شماري.

دغه سناتوران وایي د همدې کار په نتیجه کې اوس مهال شاوخوا ۴۰۰ روسیي دیپلوماتان په امریکا کې دي او شاوخوا سل امریکایي دیپلوماتان په روسیه کې دي.

په دغه لیک کې چې د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر باب مننډز او وتلی جمهوري غوښتونکی مارکو روبیو هم شامل دي ویلي:"په دیپلوماتیک حضور کې دغه غیر متناسب حالت د منلو وړ ندی."

په لیک کې ویل شوي:"روسیه باید په کافي اندازه ویزې صادرې کړي څو د هغو امریکایي دیپلوماتانو شمیر چې په روسیه کې خدمت کوي او هغه روسي دیپلوماتان چې په امریکا کې دي برابر شي. که داسې اقدام ونشي، موږ له تاسې غواړو چې د روسي دیپلوماتانو اخراج پیل کړئ څو د امریکا دیپلوماتیک حضور برابرې کچې ته ورسیږي."

یادو سناتورانو ویلي دي چې د سیمه ایزو کارکوونکو رخصتیدل ددې لامل شوي چې د امریکا قونسلي چاري او د امریکا د پالیسۍ د منافعو په برخه کې د سفارت توانایي محدوده شي.‌

د بایډن په مشرۍ د امریکا حکومت په اپریل میاشت کې ۱۰ روسي دیپلوماتان د سایبري بریدونو او د هغه څه په اړه چې واشنګټن یې د امریکا په ټاکنو کې د روسیې مداخله بولي و ایستل.

د سړې جګړې ددغو دوو رقیبانو ترمنځ اړیکي ترینګلي دي خو له هغه وته چې د امریکا جمهور رئیس جوبایډن په جون میاشت کې د روسیې له جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره په ژنیف کې وکتل، ډیرې باثباته شوي دي.

په دغه ملاقات کې جګپوړو چارواکو ته دنده وسپارل شوه چې د وسلو د کنټرول او غلطو محاسباتو په برخه کې ډیر بحثونه وکړي.

XS
SM
MD
LG