د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین له اردوغان سره کتنه کې د ترکیې د جوړ جاړي وړتیا وستایله


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په کتنه کې د جوړ جاړي لپاره د انقرې وړتیا وستایله.

ښاغلی پوتین چې د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۲۹ (تلې ۷) د روسيې په تفریحي ښار سوچي کې د ښاغلي اردوغان کوربه و د مسکو او انقرې اختلافونو ته په اشارې وویل: "مذاکرات کله نا کله ستونزمن وي، خو په پای کې مثبته نتیجه ورکوي."

د روسیې ولسمشر وویل چې دواړو هیوادونو "دواړو خواو ته د مطلوبې روغې جوړې موندل زده کړي دي."

رجب طیب اردوغان چې تل د خپل روسي سیال سره لیدنه کتنه کوي وویل چې د هرې ورځې په تیریدو سره "د روسیې او ترکیې د ټینګو اړیکو ساتل" د دواړو هیوادونو لپاره ګټه رامنځته کوي.

ددې سره سره چې د روسیې او ترکیې اړیکې په تاریخي لحاظ پیچلي دي خو د سیمه ییزو اختلافونو او سیالیو سربیره دواړه هیوادونه په اقتصادي او ستراتیژیکو برخو کې ګډ ټکي لري.

په وروستیو کلونو کې روسیه او ترکیه د سوریې د جګړې په دوو مخالفو قطبونو کې ولاړ وو، مسکو د سوریې د ولسمشر بشارالاسد او انقرې د بشار‌الاسد د مخالفینو ملاتړ کاوه.

مسکو او انقرې تیر کال د سوریې په ادلیب ښار کې په اوربند توافق وکړ، چې د بشارالاسد د مخالفو جنګیالیو تر ولکې لاندې وروستۍ ساحه ګڼل کیده.

ولسمشر اردوغان دغې موافقې ته په اشارې وویل: "هغه ګامونه مو چې د روسیې سره د سوریې په هکله پورته کړي دفوق العاده اهمیت وړ دي. هلته [سوریه] سوله د ترکیې-روسیې په اړیکو پورې تړلې ده."

همداشان تیر کال په قره باغ کې د ارمنستان او آذربایجان ترمنځ جګړه کې دغو دوو هیوادونو د دوو متخاصمو اړخونو یعنی روسیې د ارمنستان او ترکیې د آذربایجان ملاتړ کاوه.

لویدیځ سره د روسیې کړکیچ او د ناټو متحدینو سره د ترکیې د نازکو اړیکو په دلیل مسکو او انقره سره نژدې شول.

ترکیې په ۲۰۱۹کې د متحده ایالاتو د مخالفت په پام کې نه نیولو سره د روسیې څخه د اس-۴۰۰ میزایلو د دفاعي سیستم د اخیستلو لپاره د څو میلیارډ ډالرو معامله لاس لیک کړه؛ هغه معامله چې پر ترکیې باندې د امریکا له لورې د بندیزونو سبب شوه.

دغه دواړه هیوادونه همداشان په ځانګړې ډول د سیلانیتوب او غذایي موادو د صادراتو په برخه کې ګډ اقتصادي علایق لري او د روسیې د ولسمشر په وینا په روسیه کې د ترکیې پانګه اچونه ۱.۵میلیارډ ډالرو ته رسیږي او په ترکیه کې د روسیې پانګه اچونه د ۶.۵ میلیارد ډالرو اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG