د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا پولنډ ته ۱۰۰۰ سرتیري لیږي


امریکا په جرمني کې شاوخوا ۳۶ زره عسکر لري.

د پولنډ د دفاع وزارت ویلي چې ټاکل شوې ډیر ژر زر تنه امریکایي سرتیري پدې هیواد کې دیره او نوې قومانداني جوړه کړي.

د پولنډ د دفاع وزیر، ماریوش بلاسچاک ویلي چې ډیر ژر به امریکا سره د دې سرتیرو د ځای پر ځای کیدو په هکله وروستی تړون لاسلیک کړي.

ښاغلي بلاسچاک ویلي چې د امریکایي سرتیرو دا نوې قومانداني به د ناټو د هغو سرتیرو چارې سمبالوي چې د اروپا په ختیځو هیوادونو کې پراته دي.

امریکایي چارواکو تر اوسه په پولنډ کې د سرتیرو د ځای پر ځای کیدو په هکله څه ندي ویلي خو د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر په همدې روانې اوونۍ کې ویلي و چې د جرمني نه ۶۴۰۰ امریکایي سرتیري هیواد ته ستنیږي او ۵۶۰۰ به د اروپا نورو هیوادونو ته ولیږدوي.

ښاغلي اسپر وویل، " پدې خاطر چې د روسیې او چین لخوا متوجه ګواښونو ته غوره ځواب وویل شي، د امریکایي سرتیرو موقعیتونه باید بدل شي ".

امریکا اوس مهال په جرمني کې ۳۶ زره سرتیري لري. دا سرتیري د منځني ختیځ او افریقایي هیوادونو کې په عملیاتو کې مهمه ونډه لري خو جمهور رئیس ټرمپ وایي دا چې جرمني په دفاعي چارو ډیر لګښت نکوي، پریکړه یې کړې چې د لسو زرو په شاوخوا کې امریکایي سرتیري د جرمني نه وباسي.

د دې سرتیرو په وتلو سره به په جرمني کې د امریکایي سرتیرو شمیر شاوخوا ۲۵ زره شي.

XS
SM
MD
LG