د افریقا په وچه کې مېشت امریکايي پوځیان وايي چې دوه سرتیري یې په مراکش کې د یو لړ پوځي تمریناتو پر مهال تري تم شوي دي.
په افریقا کې د امریکايي پوځیانو قومانداني [افریکام] د یکشنبې په ورځ [مې درېیمه] د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي چې دوه پوځیان یي د شنبې په ورځ [مې دویمه] د طانطان ښار د کپ درا روزنیز مرکز ته څېرمه تري تم شوي دي.
د اعلامیې له مخې، دغو پوځیانو د " ۲۰۲۶ افریقايي زمري" په پوځي تمریناتو کې برخه اخېستې وه.
دغه پوځي تمرینات هر کال د افریکام په نوښت ترسره کېږي چې موخه یې د متحده ایالتونو، افریقايي هېوادونو، او نړیوالو متحدینو د ډله ییزو امنیتي وړتیاوو پیاوړي کول دي.
افریکام د متحده ایالتونو هغه قومانداني ده چې د مصر پرته د ټولې افریقا په کچه د پوځي عملیاتو او امنیتي همکاریو چارې پرمخ بیايي.
د افریکام په اعلامیې کې راغلي چې امریکايي، مراکشي او نورو ځواکونو د تري تم شویو سرتیرو د موندلو لپاره "سمدستي د لټون او ژغورنې همغږي عملیات" پیل کړي چې په کې ځمکني، هوایي او سمندري ځواکونه شامل دي.
امريکايي پوځیانو ویلي چې پېښه تر څېړنې لاندې ده او د لټون عملیات اوس هم دوام لري.
فورم \ دبحث خونه