د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې طوفانونو ۱۸ تنه مړه کړي 


د امریکا د متحده ایالاتو ټولې جنوب ختیځې سیمې د یکشنبې د ورځې راهیسې سخت طوفان ځپلي دي.

د متحده ایالاتو په ټول جنوب ختیځ کې د یکشنبې د ورځې اپریل ۱۲ راهیسې سخت توفان او بارانونه پیل شوي چې نن دوشنبه هم دوام لري. تر اوسه په دغه توفانونو کې لږ تر لږه ۱۸ تنه مړه شوي دي.

دغه سخت توفانونه په تکساس، میسي سیپي، لوئیزیانا او جورجیا ایالتونو کې له سخت باران سره مل وو چې شاوخوا ۳۴ شدیدې بوړبکۍ یې هم رامنځ ته کړي دي.

توفانونو په سلګونو کورونه نړولي او لږ تر لږه ۸۶۰۰۰۰ کسان یې له بریښنا بې برخې کړي دي.

د میسي سیپي ایالت والي تید رییف ویلي دي چې په توفانونو کې د وژل شويو کسانو ۱۱ تنه یې دده د ایالت اوسیدونکي دي.

د امریکا په جنوب ختیځو ایالتونو کې سخت ټوفانونه او بارانونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:56 0:00

نن دوشنبه د اپریل ۱۳ د امریکا ختیځې سیمې هم سخت طوفان وګواښلې.

د امریکا د متحده ایالاتو د هواپیژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې په دغو سیمو کې د سختو بوړبکیو، سختو بادونو او سختو اورښتونو احتمال موجود دی.

دغه طوفانونه پداسې حال کې راغلي چې په امریکا کې خلک د کروناویروس د خپریدو له ویرې قرنطین شوي دي.

د امریکا د جانس هاپکنز پوهنتون د شمیرو له مخې په امریکا کې په کروناویروس باندې د اخته کسانو شمیر ۵۵۷۵۹۰ ته رسیدلی او ددې ویروس په وجو د مړو شمیر ۲۲۱۰۹ تنه شوی دی

XS
SM
MD
LG