د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې یو وسله وال دوه تنه وژلي


د امریکا د مینیاپولېس په ښار کې چارواکي وایي یو وسله وال په خلکو ډزې کړي، لږ تر لږه دوه تنه یې وژلي او ګڼ شمیر نور یې ټپي کړیدي.

پولیسو ویلي چې پیښه جمعه مې ۲۱ (غوایي۳۱) د شپې ناوخته د ښار په مرکزې برخه کې شوې.

د پولیسو په وینا په ډزو کې ټول ۱۰ تنه لګیدلي چې دوه یې مړه شوي او ۸ یې زخمیان دي.

تر اوسه د برید کوونکي په هکله څه ندي ویل شوي خو دا کسان د ښار په هماغه برخه کې وژل شوي چې څه موده وړاندې یو سپین پوستي امریکایي پولیس یو تور پوستی امریکایي، جورج فلویډ وژلی و.

دواړه وژل شوي کسان سړي دي. پولیس وایي اوس په سیمه کې وضعیت سم دی.

د ډیریک شاوین په نامه پولیس چې څه باندې ۱۷ کاله یې د مینیاپولیس د پولیسو په ریاست کې دنده کړې وه، ۴۶ کلن جورج فلویډ یې تېرکال په همدې شپو ورځو کې وژلی و.

ژوري پلاوي دغه پخوانی پولیس د فلویډ د مرګ په قضیې کې مجرم وباله.

XS
SM
MD
LG