د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د سوریې په فضا کې د ترکیې یوه الوتکه نسکوره کړې


د پېښې د ځای نقشه
د پېښې د ځای نقشه

د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت [پنټاګون) وايي چې اف-۱۶ جنګي جټ الوتکو یې د پنجشنبې په ورځ اکتوبر پنځمه (تلې۱۳) د سوریې په شمال-ختیځ کې د ترکیې یوه بې پیلوټه الوتکه وېشتلې او نسکوره کړې ده.

د امریکا پوځ وايي الوتکه یې هغه وخت ووېشتله چې امریکايي ځواکونو ته ډېره نژدې شوه.

په پنټاګون کې چارواکي وایي چې امریکايي قومندانانو د پنجشنبې په ورځ وختې دا الوتکه ولیدله او دا هغه وخت و چې د ترکیې پوځ د امریکايي ځواکونو د مرکز په یو کیلیو میترۍ کې هساکه ته نژدې یو لړ هوايي بریدونه وکړل.

مقامات وايي په دې وخت کې امریکایي ځواکونه خپلو سنګرونو ته واستول شول او د ترکیې له قومندانانو سره د خبرو اترو هڅه وشوه، خو وروسته چې د ترکیې الوتکه امریکايي ځواکونو ته تر نیم کیلو میتر هم نژدې شوه، د وېشتلو پرېکړه یې وشوه.

د پنټاګون ویاند برید جنرال پټریک رایدر خبریالانو سره په خبرو کې د الوتکې د وېشتلو د پرېکړې ننګه وکړه خو ویې ویل چې «دا د تاسف وړ پېښه» ده. هغه زیاته کړه:«د هوايي بریدونو په مهال د مشاهداتو په اساس او دغه حقیقت ته په کتو چې دا الوتکه د امریکایي ځواکونو په نژدې نیم کیلیو میترۍ کې وه، امریکايي قومندانانو پرېکړه وکړه چې دا د ځان د دفاع لپاره یو خطر دی.»

له دغې پېښې وروسته د دواړو هېوادونو د دفاع وزارتونو ترمنځ تیلیفوني تماسونه ونیول شول. د پنټاګون ویاند د امریکا د دفاع د وزیر لوید استن او د ترکیې د ملي امنیت د دفاع د وزیر یاسر ګولر ترمنځ تیلیفوني خبرې «بانتیجه» وبللې.

پنټاګون وايي چې دویمه تیلیفوني مکالمه د امریکا د پوځ د نوي عمومي لوی درستیز جنرال سي کیو براون او د ترکیې د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز جنرال متین ګوراک ترمنځ وشوه او په دې کې « په سوریې کې زموږ د پرسونل د خوندیتوب د تضمین لپاره د شخړې د حل د ګډو پروتوګولونو په تعقیب کولو تمرکز» وشو.

دا په داسې حال کې ده چې ترکیې د سوریې په شمال کې یو لړ هوایي بریدونه کړي دي. دا بریدونه د هغه ځانمرګي برید غچ اخیستل بلل کېږي، چې څو ورځې مخکې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د دروازې په مخکې وشو او د کردستان د کارګر ډلې یې مسئولیت ومانه. په ځانمرګي برید کې د ترکیې دوه پولیس افسران ووژل شول.

واشنګټن او انقره دا ډله ترهګره بولي. ترکیه همدغه راز د سوریې دموکراتیک ځواک د کردستان د کارګر ډلې یوه برخه بولي، چې امریکا یې د داعش په ضد جګړې کې ننګه کوي او په دې برخې کې یې خپل عمده شریک بولي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG