د امریکا د دفاع وزیر ښاغلي مټیس د کانګرس د پوځي خدماتو کمېټې ته ویلي دي چې د افغانستان لپاره د امریکا په نوې ستراتیژي کې ډیره مهمه ده چې د هند، پاکستان، افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې هم شاملې شي.
د امریکا حکومت وایي چې ډیر ژر به د افغانستان په هکله پالیسي اعلان کړي.
په امریکا کې د سیاسي چارو مبصر ډاکټر محمد تقي وایي چې امریکا باید د پاکستان په وړاندې د قطر ډول پالیسي ولري.
ښاغلی تقي زیاتوي چې تر څو په پاکستان کې د ترهگرو پناه ځایونه ختم نه شي، د افغانستان په هکله د امریکا پالیسي به تاثیر ناکه نه وي.
د ډاکټر تقي سره بشپړه مرکه دلته واورئ
-
نزرانه یوسفزۍ
نزرانه غفار د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.