د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن او تهران د اوسني اوربند د مودې په غځولو توافق ته رسېدلي- سرچېنې

امریکايي سرچینو امریکا غږ ته ویلي چې واشنګټن له تهران سره د ایران پر رژیم د امریکا په مشرۍ عملیاتو کې د ۵۰ ورځو راهېسې د روان اوربند د مودې د غځولو یو لنډمهاله هوکړې رسېدلی دی.

سرچینو، امریکايي خبري پاڼې اکسیوس ته د پنجشنبې ورځ (مۍ ۲۸) له ایران سره د لنډمهاله هوکړې خبر تایید کړی، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستي تایید ته اړتیا لري.

ولسمشر ټرمپ او لوړپوړو ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نډي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا مرکزي قومندانۍ یا سنټکام په کویټ باندې د ایران د بالستیک توغندي برید چې د هغه هیواد د پوځ له خوا شنډ شوی دی، له اوربند څخه د ایران ښکاره سرغړونه بللې ده.

مرکزي قومنداني وايي چې متحده ایالات او سیمه ایز شریکان وضعیت تر څار لاندې لري.

د امریکا مرکزي قومندانۍ د چهار شنبې په ورځ (مې ۲۷) په خپله ایکس پاڼه لیکلي دي د کویټ ځواکونو د ایران هغه بالستیک توغندی په بریالي دول شنډ کړ چې د یاد هیواد په طرف توغول شوی وو. سنټکام ویلي دي چې دا د ایران د رژیم له خوا د اوربند ښکاره نقض دی.

سنټکام په خپل پیغام کې زیاته کړې چې امریکایي ځواکونو د ایران پنځه ډرونونه چې د هرمز تنګي شاوخوا تهدید ګڼل کیدل، هم له منځه وړي دي.

سنټکام دا هم ویلي چې په بندر عباس کې د کنټرول یو مرکز چې د یوې بې پیلوټه الوتکې د توغولو په حال کې وو هم په نښه کړی دی.

د ایران سپاه پاسداران چې د متحدو ایالتونو له خوا د ترهګر ګارډ په توګه ګڼل کیږي، ویلي دي چې په بندر عباس کې یې د امریکا د برید په ځواب کې کویټ په نښه کړی دی.

خو د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلی دي چې امریکایي ځواکونه او د واشنګټن متحدین وضعیت تر څار لاندې لري او د ایران له غیر موجه بریدونو څخه به د خپلو پوځیانو او ګټو ساتنې ته دوام ورکړي.

بلخوا د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بیسنټ نن پنجشنبې (مې ۲۸) په خپله ایکس پاڼه لیکلي دي، عمان دې په دې وپوهیږي چې متحده ایالات به هر هغه اړخ چې د هرمز په تنګي کې د حق العبور تسهیل وکړي، په کلکه هدف وګرځوي. نوموړي زیاته کړې که هر شریک د هرمز په تنګي کې حق العبور واخلي، مجازات به شي.

متحدو ایالتونو تل د ایران له خوا د هرمز په تنګي کې د حق العبور له اخیستلو سره مخالفت کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزیر به د جمعې په ورځ د یوه رسمي سفر په ترځ کې واشنګټن ته راځی او د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره ملاقات کوي.

په دې اعلامیه کې دا ندي ویل شوي چې آیا د متحدو ایالتونو او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران به د ایران په مسله بحث وکړي که نه خو پاکستان د متحدو ایالتونو او ایران د جګړې د پیل راهیسې د دواړو طرفونو ترمنځ د یوې هوکړې د ترلاسه کیدو لپاره هڅې کړي دي.

بلخوا ولسمشر ټرمپ د چهار شنبې په ورځ (مې۲۷) د کابینې په غونډه کې د ایران په اړه روښانه پیغام درلود. هغه وویل که ښه هوکړه ترلاسه نشي، هیڅ هوکړه به ونشي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG